انځور له رویترز څخه
انځور له رویترز څخه

د پاریس د مهاجرو یو مرکز درېو اوسېدونکو تر اوسه ۱۵۰۰ ماسکونه جوړ کړي او ارمې دیو سالو ټولنې ته یې ورکړي. دا ټولنه یاد ماسکونه پر سازمانونو او د مهاجرو مرکزونو وېشي. د ساحل عاج اوسېدونکي جانسن چې دا کار یې پیل کړی وایي غواړي د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

۳۲ کلن جانس د ساحل عاج دی او اوس د پاریس د مهاجرو په یو مرکز کې اوسېږي. نوموړي تصمیم نیولی چې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه وایي: «د ټلویزیون له لارې مې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر په اړه اطلاع ترلاسه کړه. لومړی مې وژړل. خو بیا مې فکر وکړ چې زه په خپل هیواد کې خیاط وم او ماسکونه جوړولی شم.»

د غونډو په سالون کې د ماسک جوړولو ورکشاپ

د مهاجرو د دغه مرکز مسوله ماري فرانس بېریتي کډوال نیوز ته وایي: «جانس ما ته وویل چې غواړي ماسکونه جوړ کړي. د غونډو په سالون کې مو هغه ته یو ورکشاپ جوړ کړ.»

له یوې اونۍ راهیسې جانسن او د مرکز دوو نورو اوسېدونکو ۱۵۰۰ ماسکونه جوړ کړي. دغه ماسکونه ارمې دیو سالو ټولنې ته استول کېږي. یاده ټولنه دنده لري چې د مهاجرو له خوا جوړ شوي ماسکونه پر نورو سازمانونو او د مهاجرو مرکزونو ووېشي.

د پاریس د دې مرکز مسوله د دغو درېو مهاجرو کار عالي بولي.

«ملت ته خدمت کول»

د دې ورکشاپ یوه بله غړې ۳۹ کلنه کامرونۍ مهاجره فلورانس ده. هغه وایي: «موږ له ستونزو سره مخ یو. خو مانا یې دا نه ده چې د نورو په کیسه کې نه یو. هغه کسان چې کار کوي لکه نرسونه او... موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو.»

فلورانس زیاتوي: «دا د خوشالۍ ځای دی چې موږ ملت ته خدمت کوو.»

جانس د فلورانس په شان په دې اند دی چې که چېرې دوی د پېښو د زیاتېدو مخه ونیسي نو د فرانسې ملت ته یې خدمت کړی او ملي هڅو کې یې برخه اخېستلې.

دوی دواړه وایي چې خلک باید په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د یادولو ده چې دغه مرکز کې ځینې نورې هڅې هم روانې دي. د بېلګې په توګه هره ورځ د مرکز دوه اوسېدونکي له صفاکارانو سره مرسته کوي. ماري فرانس بېریتي وایي چې «دوی د مرکز او ان د کوڅې د پاکولو او د ضد عفوني کولو هڅه کوي. دوی پخپله دا پرېکړه کړې ده.» نوموړې زیاتوي چې غواړي دغو کسانو ته د کار قرارداد برابر کړي.

 

نورې ليکنې