سلوانیا وایي چې د کډوالو د مخنیوي لپاره یې له کروېشیا سره پر ګډه پوله د خنډونو د جوړولو کار یې پیل کړی دی.
د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې له کروېشیا سره پر ګډه پوله یې د خنډونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
د دغه وزارت په حواله ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ترڅ کې د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي ازغن تار لګول کېږي. خو یاد وزارت نه دي ویلي چې دا خنډونه به د پولې په کومه برخه کې موقعیت ولري.
د ۲۰۱۵ کډوالۍ کړکېچ راهیسې سلوانیا له کروېشیا سره ګډه پوله کې د ۱۹۶ کیلومترو په اوږدو کې خنډونه جوړ کړي.
د سلوانیايي پولیسو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۰ په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۱۶۵ کسان له پولې څخه تېر شوي دي چې د تېر کال پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښې اړخې ګوند لومړي وزیر جانز جانسا مارچ میاشت کې واک ته تر رسېدو مخکې ویلي وو چې د مهاجرو د مخنیوي لپاره به خنډونه جوړوي.
د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال نږدې نیم میلیون مهاجر د سلوانیا له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسول.