له ارشیف څخه:  کم سنه کډوال د ترکیې په استانبول ښار کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه: کم سنه کډوال د ترکیې په استانبول ښار کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز

کورونا ویروس ناروغۍ د ترکیه مېشتو مهاجرو ژوند هم له خنډ سره مخ کړی. که څه هم ترکیه د ځینو اروپایي هیوادونو په څېر په ټولیزه توګه قرنطین شوې نه ده، خو د دغه هیواد په ځینو ښارونو کې مېشت مهاجر وایي چې د فعالیتونو د ځنډېدو له امله دوی له مالي ستونزو سره مخ دي.

۵۵ کلن افغان کډوال جواد * له خپلې ښځې څخه د ترکیې په نوشېر ښار کې ژوند کوي. نوموړی چې په کال ۲۰۱۶ کې ترکیې ته ورغلی وایي: «اصلي ستونزه دا ده چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې ټول فعالیتونه ځنډېدلي دي او له کبله یې د کډوالو کاروبار هم اغېزمن شوی.» 

ښاغلی جواد زیاتوي چې د ترکیې په نوشېر سیمه کې ډېری مهاجر په ساختماني کارونو بوخت دي او یا په هوټلونو کې کار کوي، خو د کورونا ویروس پر وړاندې د لګولو شویو تدابیرو له امله اوس دوی خپلو کارونو ته ادامه نه شي ورکولی.

افغان کډوال مرتضی خالقي هم یو له هغو کسانو دی چې د وزګارۍ ستونزې څخه شکایت کوي. هغه چې ۲۹ کلن دی او له ۳ کلونو راهیسې د ترکیې په ارزنجان ښار کې ژوند کوي وایي، د کورونا کړکېچ مخکې یې انګلیسي ژبه تدریس کاوه او د رضاکار په توګه یې له مهاجرو سره مرستې کولې. 

مرتضی زیاتوي: «د مهاجرو ژوند له هغو فعالیتونو سره تړلی دی چې دوی یې له کوره بهر ترسره کوي. خو کورونا ویروس ناروغۍ ټول فعالیتونه ځنډولي.»

د ښاغلي خالقي په څېر ۳۵  کلن ایراني کډوال جمال صفري هم له مالي ستونزو سره مخ دی. نوموړی چې له کورنا کړکېچ وړاندې یې د تحفو د تولیدلو په برخه کې کار کاوه وایي له ۲۰ ورځو راهیسې خپل کار ته ادامه نه شي ورکولی. 

ښاغی صفري زیاتوي: «دلته له وزګارو مهاجرو سره مالي مرسته نه کېږي. دوی نه د وزګارۍ معاش ترلاسه کوي او نه هم بیمې لري. دا په داسې حال کې چې په میاشت کې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره  مهاجر ډېرې پیسې ته اړتیا لري.» 

د ترکي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د کورونا ویروس  ۶۵۱۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر اوسه پورې ۱۴۰۳ کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.

ترکیه مېشتي کډوال وایي که څه هم تر دې دمه ځینو مهاجرو د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې، خو شمېر یې کم دی. ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د همغږۍ ټولنې مشر محمد علي حکمت په حواله څه موده مخکې ارزنجان ښار کې یو ۲۰ کلن افغان کډوال د کورنا ویروس له امله مړ شو. دغه راز څلور تورکمنان، چې له ډېرې مودې راهیسې په ترکیه کې مېشت وو او د ترکیې تابعیت یې درلود، له دې ویروسه مړه شوي دي.

بیمې او مالي مرستې

ښاغلي حکمت زیاتوي: «د کورونا ویروس کړکېچ مخکې هم کډوال له موږ نه د مالي مرستې غوښتنه کوله. خو په اونۍ کې یو ځل. اوس هره ورځ موږ له ۳۰ تر ۴۰ پیغامونه ترلاسه کوو.»

د نوموړي په حواله نن سبا د ترکیې دولت له خپلو ښاریانو سره د ۱۰۰۰ لیرو په ارزښت مالي مرسته کوي او دغه راز پر دوی د خوړو پاکتونه وېشي. خو مهاجر له دغو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.

«یوازې د ترکیې په دوو ښارونو کې له ۶۵ کلونو زیات عمر لرونکو مهاجرو ته د خوړو پاکتونه ورکول شوي. خو له هغوی سره مالي مرسته نه ده شوې.»

دا په داسې حال کې چې افغان کډوال جواد وایي تېره اونۍ د نوشار ښار مسولینو د مهاجرو د اقامت کارتونه واخیستل او دوی ته یې وویل چې ورسره مالي مرسته کوي. خو تر اوسه یې کوم اقدام نه دی کړی. نوموړی زیاتوي چې تر دې مخکې کډوالو ته د ښاروالۍ له خوا خواړه ورکول کېدل، خو اوس دغه پروسه ځنډول شوې او یوازې پر نیازمنو مهاجرو کالي وېشل کېږي.

بله ستونزه: د بیمې مسله. ایرانی کډوال جمال صفري چې له نږدې ۶ کلونو راهیسې د ترکیې په قیصري ښار کې اوسېږي او د امریکا قبولي یې هم ترلاسه کړې وایي تر ټولو لویه ستونزه بیمه ده. د نوموړي په حواله اوس دغه ښار کې یوازې سوریايي کډوال او تازه رسېدلي کسان بیمه لري خو د نورو بیمې «تړلې» شوې دي.

ارزنجان او نوشېر ښارونو کې هم وضعیت همداسې دی: ۶ میاشتې مخکې کډوالو بیمې درلودې، خو اوس یوازې هغه کسان بیمه لري چې ناروغ دي او یا یې عمرونه له ۶۵ ډېر او له ۱۸ نه کم دي.

اداري چارې

د ترکیې حکومت د پرېکړې له مخې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دولتي ادارو کې د کارکوونکو شمېر کم شوی. دغه وضعیت هم د کډوالو پر اداري چارو اغېز کړی.

د محمد حکمت په حواله: «له دې وړاندې کډوال اړ ول چې په دوه اونۍ کې یو ځل د کډوالو چارو ادارې ته ورشي او حاضري ورکړي. خو اوس دغه سیستم ځنډول شوی ځکه چې د دوی د ګوتو نښې ثبتول د کورونا ویروس د خپرېدو لامل ګرځېدلی شي.» هغه زیاتوي چې یوازې د اقامې کارتونو (کېملیک) د تمدیدولو پروسه ادامه لري.

خو مرتضی خالقي وایي چې ارزنجان ښار کې د کارتونو په تمدیدولو کې هم ځنډ راغلی دی.

ترکیه کې کډوالو ته د کېملیک په نامه د اقامې کارتونه ورکول کېږي چې د لنډې مودې لپاره (۶ میاشتې) دي او د ۶ میاشتو تر تېرېدو وروسته باید د کډوالو چارې ادارې له خوا تمدید شي.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې