له ارشیف څخه. له مدیترانې څخه ژغورل شوي مهاجر طرابلس ته انتقالېږي. کرېډېټ: رویترز هاني اماره
له ارشیف څخه. له مدیترانې څخه ژغورل شوي مهاجر طرابلس ته انتقالېږي. کرېډېټ: رویترز هاني اماره

د مهاجرت نړیوال سازمان پرون چهارشنبه وویل چې د مالتا د ژغورنې او لټون څخه تر ۵۰ کډوال لیبیا ته انتقال شوي دي. دغه راز مدیترانه کې د ۵ مهاجرو مړي موندل شوي دي. دا ښایي هماغه کښتۍ وي چې له څو ورځو راهیسې د مالتا په اوبو کې سرګردانه وه.

د مهاجرت نړیوالې ادارې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان پرون چهارشنبه د اپریل ۱۵مه وویل چې تر ۵۰ ډېر کډوال له مدیترانې څخه د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته انتقال شوي دي. دغه راز مدیترانه کې د ۵ مهاجرو جسدونه موندل شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې په حواله دغه کسان چې په یوه کوچنۍ بېړۍ کې سپاره ول د یوې تجارتي کښتۍ له خوا ژغورل شوي او بیا د لیبیا ساحلي سرتېرو ته سپارل شوي دي. د مهاجرت نړیوالې ادارې ویاند صفا مسېلي ویلي چې یاد مهاجر د سوډان او اریتریا دي او په ډله کې یې ۸ ښځې او ۳ ماشومان هم شته.

له څو ورځو راهیسې د مالتا د ژغورنې او لټون په زون کې د کډوالو یوه کښتۍ بنده پاتې وه. مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې ټلېفوني پلټفورم د درېو نورو کښتیو په اړه هم خبرداری ورکړی و چې له ډله یې دوه کښتۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د ایټالیا سیسیل سیمې ته ورسېدلې او دریمه کښتۍ د اسپانوي سازمان ایتا ماري له خوا وژغورل شوه. دغه دریمه کښتۍ کې ۴۳ کسان سپاره ول. د مالتا د بندرونو د تړل کېدو له امله ایتا ماري تر چهارشنبې ورځې پورې د یو امن بندر په لټه کې وه.

د طرابلس په شاوخوا کې جګړې

تېره ورځ د لیبیا پلازمېنې ته انتقال شويو کډوالو د څو ساعتونو لپاره له کښتیه د کوزېدو د اجازې ترلاسه کولو ته انتظار وکړ. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر دغو کسانو اوبه او کمپلونه وېشلي. ورپسې یاد مهاجر د لیبیا توقیف خونو ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ لیبیایي چارواکو وویل دوی له څو ساعتونو راهیسې د کورونا ویروس ناروغۍ له کبله له مدیترانې څخه ژغورل شويو ۲۷۷ کسانو ته طرابلس بندر کې د ښکته کېدو اجازه نه ورکوي.

چارواکو زیاته کړې وه چې طرابلس د فیاض السراج او د مارشال حفتر ترمنځ د روانې جګړې له امله «امن» نه دی.  

د طرابلس په ختیځه سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړې روانې دي.

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو له مخې لیبیا هیڅکله هم امنه نه وه. اکثره وختونه د لیبیا ساحلي سرتېري له مدیترانې څخه ژغورل شوي مهاجر د دغه هیواد توقیف خونو ته استوي چېرې چې ورسره تاوتریخجن چلند کېږي.

مالتا له اروپایي ټولنې څخه غواړي چې لیبیا کې اقدام وکړي

تېره سه شنبه مالتا د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست مشر جوزف بورل ته د لیک په استولو سره غوښتنه وکړه چې لیبیا کې د بشري فاجعې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د مالتا د بهرنیو چارو وزیر اواریست بارتولو په یوه ویډیو کې چې فېسبوک کې خپره شوې وایي چې په داسې حال کې چې لیبیا کې وضعیت مخ په خرابېدو دی تر ۶۵۰۰۰۰ ډېر کسان د لیبیا په سواحلو کې اروپا ته د راتلو لپاره انتظار باسي.  

 

نورې ليکنې