ونسن توقیف خونه ونسن ځنګل ته نږدې موقعیت لري. انځور له ګوګل مپ څخه
ونسن توقیف خونه ونسن ځنګل ته نږدې موقعیت لري. انځور له ګوګل مپ څخه

د پاریس اداري محکمې د یوې پرېکړې پر بنسټ د راتلونکو ۱۴ ورځو په موده کې له فرانسې څخه اخراجېدونکي بهرنیان ونسن توقیف خونې ته نه استول کېږي. تر دې دمه په دغه توقیف خونه کې د کورونا ویروس ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

سازمانونه دا «لومړۍ بریا» بولي. د پاریس اداري محکمې پرون چهارشنبه د اپریل ۱۵مه پرېکړه وکړه چې د راتلونکو ۱۴ ورځو په موده کې اخراجېدونکي بهرنیان ونسن توقیف خونې ته نه استول کېږي.  

د اپریل له ۹مې راهیسې دغه توقیف ځای کې ۳ کسان پر کورونا اخته شوي دي. دا د فرانسې په توقیف خونو کې د کورونا ویروس لومړی مورد دی.

اسفام چې اداري توقیف خونو کې بهرنیانو ته قضایي مرستې برابروي وایي په کورونا ویروس اخته دوه کسان له ونسن څخه خوشي شوي خو دریم کس تر اوسه په یوه کوټه کې بند دی.

«د ۱۵ ورځو په موده کې به دا له سره پیل شي»

د پاریس د اداري محکمې له مخې په کورونا ویروس اخته کسان باید د روغتیا سیمه ییزو مراکزو ته واستول شي. خو هغه کسان چې د ناروغۍ نښې پکې لیدل کېږي باید له نورو څخه جلا په یوه کوټه کې قرنطین شي.

په همدې حال کې د سیماد سازمان عمومي مشره سیریل دو بیلي وایي: «دا پرېکړه ښيي چې دغه ځای کې روغتیایي تدابیر نه عملي کېږي.» د نوموړې په خبره توقیف خونې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره مناسب ځایونه نه دي. «د ۱۵ ورځو په موده کې به دا له سره پیل شي. نوي کسان به توقیف خونې ته واستول شي او ښایي هلته د کورونا ویروس نوې پېښې ثبت شي.»

تر دې دمخه زیاتو سازمانونو د اداري توقیف خونو د تړلو غوښتنه کړې وه. خو د فرانسې د دولت شورا د تېرې مارچ میاشتې په پای کې پرېکړه وکړه چې اداري توقیف خونې باید پرانیستې وي ځکه چې په دغو ځایونو کې د کورونا ویروس د خپرېدا امکان لږ دی.

په همدې حال کې اسفام سازمان وایي توقیف خونو کې د بهرنیانو ژوند په خطر کې دي ځکه هلته د کورونا ویروس پر وړاندې هېڅ ډول تدابیر نه دي نیول شوي.

 

نورې ليکنې