آلمانی ډاکټر و مهاجر ډاکټرانو ته د معلوماتو ورکولو په حال کي
آلمانی ډاکټر و مهاجر ډاکټرانو ته د معلوماتو ورکولو په حال کي

د آلمان زاکسن ايالت پر ډاکټر مهاجرو ږغ کړی دی چي د کرونا پر ضد مبارزه کي د مرستندويانو په توګه کار وکړي. دا ږغ پر هغو مهاجر ډاکټرانو سوی دی چي لا تر اوسه په آلمان کي د ډاکټر په توګه د کار جواز نه لري.

په آلمان کي د کرونا د بحران له کبله د ډاکټرانو اړتيا زياته سوې ده. د رامنځ ته سوي تشي له کبله د آلمان يو شمېر ايالتونو پر مهاجرو ږغ کړی چي که يې په طب کي لوړي زدکړي کړي وي او دمګړی په آلمان کي د خپلو تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندل کېدو انتظار کوي، نو دي د کرونا پر ضد مبارزه کي د مرستندويانو په توګه کار وکړي. مهاجر نيوز/انفو مايګرنټس په دې تړاو د زاکسن ايالت د اړونده ډاکټرانو د اطاق سره خبري وکړې.

د ياد اطاق وياند کنوت کيوهلر و مهاجر نيوز ته وويل چي دمګړی د دوی د اطاق سره ۱۵۰ مهاجر ډاکټرانو تماس نيولی دی.

د زاکسن ايالت د مارچ مياشتي په نيمايي کي اړونده اعلان کړی ؤ. د دغه اعلان له مخي د مهاجرو تر منځ طبي تحصيلات لرونکي کسان کولای سي چي د ډاکټرانو د مرستيالانو په توګه ځانونه ثبت کړي او نه د ډاکټرانو په حيث. دا ږغ پر هغو مهاجرو سوی چي د زاکسن په ايالت کي ژوند کوي او لا تر اوسه د ډاکټر په حيث په آلمان کي د کار کولو جواز ( Approbation ) لا نه لري. د ياد اعلان په تړاو نور معلومات او شرايط پر لاندني لينکونو لوستل کيدلای سي:
https://www.aerzte-fuer-sachsen.de/en/index.php

د زاکسن ايالت د ډاکټرانو د اطاق وياند کنوت کيوهلر و مهاجر نيوز ته وويل چي دمګړی زيات شمېر مهاجر چي په اصل کي ډاکټران دي د بيلو لاملونه پر اساس په آلمان کي د ډاکټرانو په حيث کار نه کوي چي په وينا يې دا «د شرم خبره ده.»

 د ياد اطاق وياند کيوهلر وايي چي په دغه ايالت کي دمګړی د کرونا د ناروغانو شمېر په پرتليزه توګه د کنټرول وړ دی او ورته شته ډاکټران او طبي پرسونال کفايت کوي. خو هغه اندېښنه څرګندوي چي که د کرونا د مريضانو او پکښي و عاجلو طبي مرستو ته د اړتيا لرونکو شمېر زيات سي، نو دغه ايالت به په کافي اندازه سره ډاکټران ونه لري. 

 د زاکسن ايالت تر څنګ د آلمان نور ايالتونه هم و ډاکټرانو ته اړتيا لري. داسي هيلي سته چي ښايي هغه مهاجر ډاکټران هم ځانونه د مرستندويانو په توګه ثبت کړي چي لا په آلمان کي د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه نه لري ځکه چي د تحصيل او نور اسناد يې لا په رسميت نه دي پېژندل سوي يا په کافي توګه په آلماني ژبه نه پوهيږي. هيلي سته چي که دغه ډاکټر مهاجر په روغتونونو کي د مرستندويانو په توګه کار وکړي نو هم به يې تماسونه زيات سي او هم به يې په آلماني ژبه او په آلمان کي د روغتيا په سيکتور کي د کار سره تجربه زياته سي او په دې توګه به په آينده کي د ډاکټري کولو د جواز ترلاسه کولو کي ورته آساني پيدا سي.

کيوهلر وايي چي د دغو مهاجرو ډاکټرانو د اسنادو د په رسميت پېژندل کېدلو پروسه به مخ په وړاندي د پخوا په څېر ادامه ولري او ورباندي د مرستندوی په توګه تجربه به اغېزه ونه لري. دا ځکه چي په آلمان کي د طبابت له پاره معيار ډېر لوړ دی او هر هغه ډاکټر چي له اروپايي اتحاديې څخه دباندي يې خپل تحصيل کړی وي، بايد تر يو شمېر مراحلو تېر سي او اسناد يې په رسميت وپېژندل سي، تر مخه د هغه چي د ډاکټري کولو جواز ترلاسه کړي. د کيوهلر په وينا دا ځکه چي «د ناروغانو امنيت لومړيتوب لري.»

د بهرنيو ډاکټرانو له پاره په آلمان کي د شرايطو په تړاو پر لاندني لينک معلومات ترلاسه کيدلای سي:

https://www.slaek.de/de/01/auslaendischeaerzte/orientierungshilfe.php

بهرني ډاکټران چي غواړي په آلمان کي د ډاکټر په توګه کار وکړي بايد په خپل هيواد کي د تر سره کړي تحصيل او زدکړو د آلماني ورته زدکړو سره د يوواليتوب د سند درخواست ورکړي. د تيورۍ له مخي دغه پروسه شپږ مياشتي دوام کوي خو په عمل کي دغه پروسه د آلمان په بيلو ايالتونو کي د بيلو شرايطو پر اساس بېل اوږد وخت په بر کي نيولای سي. دمګړی ۱۴۰۰۰ بهرني ډاکټران په آلمان کي د جواز ترلاسه کولو په پروسه کي دي او د خپلو سندونو د په رسميت پېژندل کېدو انتظار کوي. ياد شمېر د هغو بهرنيو ډاکټرانو دی چي په ټوليزه توګه يې په آلمان کي د ډاکټر په توګه د کار جواز ته درخواست کړی دی او پکښي ښايي ډېر کم شمېر د مهاجرينو وي. دغه کانديدان بايد په اثبات ورسوي چي په کافي اندازه يې آلماني زده ده او کولای سي چي د مريضانو سره په ښه توګه تماس ولري.

کيوهلر پر دې ټينګار کوي چي د کرونا د بحران باوجوده د بهرنيو ډاکټرانو د اسنادو د په رسميت پېژندل کېدنې او ورته د جواز ورکونې پروسه نه ده آسانه يا لنډه کړل سوې. د نوموړي په وينا دا ځکه چي د روغتيا موضوع يوه جدي موضوع ده.

 

نورې ليکنې