د اوفي د ټېلفوني پلټفورم شمېره. کرېډېټ: کډوال نیوز
د اوفي د ټېلفوني پلټفورم شمېره. کرېډېټ: کډوال نیوز

له څو ورځو راهیسې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې د لنډې مودې لپاره د پناه غوښتنې ټېلېفوني پلټفورم تړلی دی. د فرانسې په ایل دو فرانس سیمه کې مهاجر د همدې پلټفورم له لارې د پناه غوښتنه کوي. بل پلو ۷ سازمانونو د دولت د دې پرېکړې پر وړاندې شکایت ثبت کړی.

کورونا ویروس ناروغۍ فرانسه کې د پناه غوښتنې پروسه هم اغېزمن کړی: ایل دو فرانس سیمه کې نور کډوال د پناه غوښتنه نه شي کولی. د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي هغه تلفوني پلټفورم تړلی چې له لارې یې کډوال د خپلو دوسیو د ثبتولو غوښتنه کوي . دغه راز د ایل دو فرانس قومندانیو غرفې هم تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې چې ۷ سازمانونو لکه د بشري حقونو لیګ، یوتوپیا ۵۶ او ژیستي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د دولت دغه پرېکړه د «پناه غوښتنې حق» څخه سرغړونه بللې.

د یادو سازمانونو په حواله دا پرېکړه د پناه غوښتونکو او بې سنده کډوالو پر ژوند ناوړه اغېزه لرلی شي ځکه چې د دې تصمیم له کبله کډوال د هرکلي مادي شرایطو څخه بې برخې پاتې کېږي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې: «موږ په تېرو څو ورځو کې فرانسې ته له تازه رسېدلو کسانو سره لیدلي چې پناه غوښتنې ته د نه لاسرسۍ له کبله په سړکونو کې اوسېږي.»

اوفي وایي چې دا یو «ټیوریک مشکل» دی

په همدې حال کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي چې دا یو «ټیوریک مشکل» دی خو په عمل کې یې اثرات لږ دي. نوموړی زیاتوي چې د قرنطین له کبله د پناه غوښتونکو شمېر کم شوی.

د ده په حواله: «د پناه غوښتونکو لومړۍ څپه د افغانانو څپه ده. دا هغه کسان دي چې نورو اروپایي هیوادونو کې یې غوښتنې رد شوې. خو د پولو د تړل کېدو له امله دوی نور فرانسې ته نه شي راتلی. دویمه څپه د البانیانو او ګرجستانیانو څپه ده چې د بووې هوایي ډګر له لارې فرانسې ته راځي. خو دا ډګر هم د کورونا ویروس له امله تړل شوی.»

نوموړی دا هم وایي چې د مراکشیانو او افریقایانو لارې هم تړل شوې دي ځکه چې دوی اکثره وختونه د ایټالیا له لارې فرانسې ته راځي خو ایټالیا له څو اونیو راهیسې قرنطین شوې ده.

خو ښاغلی لشي زیاتوي چې د اوفي سیمه ییزې ادارې په ټوله فرانسه کې پرانیستې دي. د ده په خبره هغه کسان چې د پناه غوښتنې تلفوني پلټفورم سره اړیکه نه شي نیولی باید د اوفي سیمه ییزو ادارو او یا مهاجر پلوه سازمانونو ته مراجعه وکړي.

سازمانونو محکمې ته شکایت کړی

بل پلو سازمانونه وایي د روغتیایي کړکېچ سربېره ایل دو فرانس کې د پناه غوښتنې حق د ضمانت کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی، په داسې حال کې چې د قرنطین په پیل کې د فرانسې حکومت د پناه غوښتنې حق پر خوندي ساتلو ټینګار وکړ.

یادو ټولنو د پاریس اداري محکمې ته شکایت ثبت کړی او له یادې مرجع څخه یې غوښتي دي چې ټولې غوښتنې باید ثبت شي او اوفي دې ټولو پناه غوښتونکو ته د هرکلي مالي شرایط (د اوسېدو ځای، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی، مالي مرسته) برابر کړي.

خو د اوفي په حواله دوی تر دې دمه ۶۰۰۰ سرپناوې برابرې کړې او پر کډوالو یې خواړه وېشلې. دیديې لشي  وایي چې ایل دو فرانس سیمه کې د مارچ له ۱۶ د اپریل تر ۹مه شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي.

 

نورې ليکنې