کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

د کورونا ویروس د کړکېچ له کبله د فرانسې روغتیایي بنسټونه له ناروغانو څخه ډک شوي. په داسې حال کې لسګونو پناه غوښتونکي او مهاجر چې د روغتیا په برخه کې مهارت لري وایي که فرانسه دوی ته اړتیا ولري، دوی چمتو دي چې په روغتیایي برخو کې د رضاکارانو په توګه کار وکړي.

۵۳ کلن سوریایی کډوال بایان استواني چې له ۵ کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي، وایي: «د وبا په پیل کې د هغو کسانو انځورونه چې د روغتونو په عاجلو څانګو کې بستري ول ډېر دردوونکې وو.» نوموړی سوریه کې فارمسیست و خو فرانسې ته له رسېدو وروسته یې د سند د نه لرلو له کبله خپل کسب او کار پرېښود. هغه وایي: «د سند د لاس ته راوړلو لپاره اړ وم چې بیا درس ووایم. خو دا شونې نه وه. ځکه چې کار ته مې اړتیا درلود.» نوموړی زیاتوي چې د سوداګرۍ په برخه کې یې هم مهارتونه لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: کورونا ویروس: پاریس کې د مهاجرو د یو مرکز اوسېدونکي ماسکونه جوړوي

دی وایي: «ډېر کارونه کولی شم لکه د مونیټور مدیریت او انتي باکټرۍ مایع جوړول.» تېره مارچ میاشت کې هغه له لسو نورو کسانو سره «فرانسې کې د سوریايي ډاکټرانو او نرسونو» فیسبوک پاڼه جوړه کړه او د فرانسې «روغتیا وزارت، لومړي وزیر او سره صلیب» ته د ملاتړ وړاندیز وکړ. نوموړي وایي چې که فرانسه هغوی ته اړتیا ولري دوی چمتو دي چې د دغه هیواد څخه د «امتنان» لپاره د رضاکارانو په توګه کار وکړي.

دا په داسې حال کې چې د کورونا کړکېچ په پیل کې د فرانسې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د «سختو فشارونو» له کبله مرستې ته اړتیا لري. یاد وزارت د مارچ پر ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له ټولو هغو کسانو چې روغتیایي برخو کې کار کوي – کار لرونکو، تقاعد شویو، رضاکارانو – څخه غوښتنه کوو چې له روغتیایي بنسټونو څخه مرسته وکړي.

هغه بهرني مهاجر چې ډیپلوم لري

بل پلو د مهاجرو د هرکلي او ادغام بین الوزارتي ډلې د رضاکارو کسانو د راټولو په موخه اعلان کړی چې هغه بهرني مهاجر چې بهر کې یې ډيپلوم اخیستی او «په خپلو هیوادونو کې یې د ډاکټرانو، د غاښو جراحانو او فارمسیستونو په توګه فعالیت کړی» اجازه لري چې د فرانسې په عامو بنسټونو کې کار وکړی، خو د یو ډاکټر تر نظر لاندې او پرته له کوم کاري قرارداد.

د فرانسې دولت بیا له ټولو هغو کسانو چې مهاجر هم نه دي د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اپریل پر لومړۍ نېټه د فرانسې حکومت په یو بل فرمان کې وویل هغه ډاکټران، د غاښو جراحان، قابلې او فارمسیستونه چې بهر کې یې ډیپلوم اخیستی د فرانسې د دریابو ور اخوا سیمو کې هم کار کولی شي.

«چمتو یم چې هر ډول مرسته وکړم»

د بایان استواني د فېسبوک پاڼې په شان وټسپ کې هم زیاتو رضاکارو ډلو چمتوالی ښودلی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د ۳۹ کلن لیبیایی کډوال محمد له قوله وایي: «زه چمتو یم چې هر ډول مرسته وکړم. د روغتونونو په عاجلو څانګو کې کار کولی شم. چمتو یم چې د نرس مرستیال په توګه کار وکړم او معلومات ورکړم.»

فرانسه کې د مهاجرو ډاکټرانو او د روغتیايي پرسونل ټولنې عمومي مشره فرانسواز هنري وایي چې له ۵ هغو متخصصانو سره اړیکه لري چې غواړي ایل دو فرانس کې د رضاکارانو په توګه کار کوي. هغه زیاتوي: «دوی د فرانسوي ژبې افریقایي هیوادونو اصلي اوسېدونکي دي. یو یې الجزایری او پناه غوښتونکی دی. پرستارۍ برخه کې ۲۰ کاله تجربه لري.»

د مهاجرو مهارتونه ته باید پام وشي

خو ځینې مهاجر او پناه غوښتونکي وایي چې د ملاتړ درخواستونه یې بې ځواب پاتي دي. د فرانسواز هنري په حواله تر اوسه دغو ۵ متخصصانو هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بیان استواني ډلې وضعیت هم همداسې دی: یوازې یو کس ځواب ترلاسه کړی دی. بیان استواني به دې هکله وایي: «د تعجب ځای دی خو کومه چاره نشته.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او اروپایي شورا تېره سه شنبه له اروپایي هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو له مهارتونو څخه استفاده وکړي. فرانسه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویانده سلین شمیت وایي په داسې یو وضعیت کې باید د کډوالو مهارتونو ته پام وشي.

د یادې ادارې له مخې د دغو کسانو د راټولولو لپاره باید د مهاجرو مهارتونو اروپایي پاسپورټ سیستم څخه کار واخیستل شي چې په کال ۲۰۱۷ کې جوړ شوی. سلین شمیت وایي چې چارواکي د دې سیستم له لارې روغتیایي  برخو کې د ماهرانو لېست جوړولی شي.

د نوموړي په خبره: «مهارت شته، لارې چارې هم شته.»

 

روغتیایي برخو کې د رضاکارانو په توګه د کار کولو لپاره: https://www.renfort-covid.fr/ 

 

نورې ليکنې