د مهاجرو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ. کرېډېت: اس او اس مدیترانه
د مهاجرو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ. کرېډېت: اس او اس مدیترانه

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان نن جمعه وویل چې د ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ سره یې خپلې اړیکې پرې کړې دي. دغه سازمان ویلي چې له اس او اس مدیترانې ټولنې سره یې، چې د اوشېن وایکنګ کښتۍ مسولیت په غاړه لري، د کورونا کړکېچ پر مهال مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونو پر سر توافق ته نه دی رسېدلی.

تر څلورو کلونو ګډ فعالیت وروسته د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له اس او اس مدیترانې سره خپلي اړیکې پرې کړې دي. دغو دوو سازمانونو په تېرو څلورو کلونو کې مدیترانه کې نږدې ۳۰ زره مهاجر ژغورلي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ایټالیا او مالتا تړلو بندرونو ته په اشارې سره مدیترانه کې د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.  

بل خوا د اس او اس مدیترانې عمومي مشرې سوفي بو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اوشېن وایکنګ کښتۍ کارکوونکو او ژغورل شویو کډوالو لپاره امنیتي شرایط مناسب نه دي.

هغې زیاته کړې چې د ژغورنې عملیاتو بیا پیلول ښایي مدیترانه کې د کډوالو د بند پاتې کېدو لامل وګرځي ځکه چې اروپایي بندرونو کې د هغوی د کوزېدو لپاره هېڅ ډول ضمانت نشته.

ټاکل شوې چې اوشېن وایکنګ تر بیا امر پورې د فرانسې په مارسۍ بندر کې پاتې شي. آغلې بو ویلي چې په داسې کړکېچن وضعیت کې اوشېن وایکنګ بېرته مدیترانې ته نه شي تللی.

خو اس او اس مدیترانې هیله ښودلې چې د بې سرحده ډاکټرانو له همکاریو پرته ډېر ژر مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې بیا عملیات پیل کړي.

بل خوا د بې سرحده ډاکټرانو ادارې د بشردوستانه چارو مسولې حسیبه حاج سهروي ویلي چې دغه سازمان غوښتل چې د اروپایي ټولنې هیوادونو له خوا د ضمانت د نه ورکولو سربېره مدیترانه کې د کډوالو ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له مخې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه نباید د دې لامل وګرځي چې د اروپا د کډوالۍ سیاست «خونړۍ» وي.

دغه سازمان مالتا او ایټالیا په دې تورنوي چې مدیترانه کې د بند پاتو مهاجرو غوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی او د الان کردي کښتۍ له خوا ژغورل شویو «نږدې  ۲۰۰ مهاجرو ته» یې خپلو بندرونو کې د کوزېدو اجازه نه ده ورکړې. 

 

نورې ليکنې