د کډوالو د انتقالولو پروسه. کرېډېټ: رویترز
د کډوالو د انتقالولو پروسه. کرېډېټ: رویترز

د ایټالیا ساحلي ځواکونو پرون یکشنبه وویل چې د سیسیل د پالرمو بندر مخ ته یې نږدې ۱۸۰ مهاجر په یوه بېړۍ کې قرنطین کړي دي. یاد کسان د ایتا ماري او الان کردي کښتیو له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي.

د ایټالیا ساحلي ځواکونو پرون یکشنبه د اپریل ۱۹مه اعلان وکړ چې نږدې ۱۸۰ مهاجر یې د سیسیل سیمې پالرمو بندر مخ ته یې په یوه بېړۍ کې قرنطین کړي دي. دا هغه کسان دي چې الان کردي او ایتا ماري کښتیو له خوا له سمندره ژغورل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د ایتا ماري له خوا ژغورل شوي ۳۴ کسان د روباتینو په نامه ایټالوۍ بېړۍ ته انتقال شول. دا په داسې حال کې چې تېره جمعه الان کردي کې ۱۴۶ سپاره مهاجر یادې بېړۍ ته انتقال شوي ول. الان کردي کښتۍ یاد مهاجر د اپریل پر ۶مه له سمندره ژغورلي وو. 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ژغورونکې کښتۍ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له اس او اس مدیترانې ټولنې سره اړېکې پرې کړې

ټاکل شوې چې دوی تر ۱۴ ورځني قرنطین مخکې د کورونا ویروس ازموینه ترسره کړي. دغه ایټالوۍ بېړۍ د ۱۴۷۱ کسانو لپاره جوړه شوې او د یو روغتیایي مرکز په علاوه ۲۸۹ کابینونه لري.

د سره صلیب نږدې ۲۰ رضاکاران هم یاده بېړۍ کې سپاره دي.

د ایټالوۍ رسنیو په حواله ټاکل شوې چې له قرنطین وروسته یاد مهاجر د اروپایي ټولنې پر نورو هیوادونو ووېشل شي.

تر دې دمخه ایټالیا، مالتا او لیبیا ویلي وو چې د کورونا ویروس له کبله یې بندرونه د کډوالو د ښکته کېدو لپاره امن نه دي.

 

نورې ليکنې