انځور له ویکي کمنز څخه
انځور له ویکي کمنز څخه

د برتانیا د کارګر ګوند وایي چې د کورونا ویروس له کبله د دغه هیواد د بشپړه بندیز پر مهال دولت باید له مهاجرو سره مالي مرسته وکړي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د برتانیا د کارګر ګوند د کډوالو چارو مسول له قوله ویلي چې د دغه هیواد د ویزې د ترلاسه کولو شرایطو له کبله برتانیا کې په زرګونو کډوال له دولتي مرستو لکه د اوسېدو ځای د ترلاسه کولو اسانتیاوې څخه بې برخې دي. نوموړي له دولت څخه غوښتنه کړې چې د ویزې د ترلاسه کولو شرایط باید د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال وځنډول شي.

ډیری هغه کډوال چې د اروپا اقتصادي زون بهر څخه برتانیا ته ورغلي او دغه هیواد کې د لنډې مودې لپاره اوسېدلی شي، د برتانیا له «عامه مرستو» څخه بې برخې دي. د دغو کسانو په ډله کې مسلکي کارګر، د برتانوي اتباعو د کورنیو غړي، هغه کسان چې ازاد کسب لري، پناه غوښتونکي او بې سنده کسان شامل دي.

تر دې مخکې ځینو سازمانونو خبرداری ورکړی و چې که چېرې دولت له دغو کسانو سره مالي مرسته و نه کړي، نو دوی کار کولو ته اړ کېږي او ښایي پر کورونا ویروس اخته شي.  

د برتانیا ای پي پي ټولنې دغه راز خبرداری ورکړی چې دغه هیواد کې ځینې مهاجر روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او ځینې نور کسان هم د اوسېدو ځای د ترلاسه کولو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.  

د کارګر ګوند د کډوالو چارو مسول هولي لینچ له دولت څخه د «مالي مرستو ته نه لاسرسي» قواعدو د لغو کولو غوښتنه کړې. د ګارډین په حواله نوموړي د کډوالو چارو وزیر کوین فوستر څخه د یو لیک په استولو سره غوښتي دي چې د دغو قواعدو د نه لغو کېدو په صورت کې یاد مهاجر اړ دي «چې یا د روغتیایي تدابیرو سربېره کار کولو ته ادامه ورکړي او یا هم په خپلو کورونو کې پاتې شي».

برتانیا کې هغه مهاجر چې د «مالي مرستو ته نه لاسرسي» قاعدې لاندې راځي دولتي کورونه نه شي ترلاسه کولی.

بل پلو د کورنیو تاوتریخوالیو پر ضد بنسټونو اندېښنې ښودلې چې هغه مهاجرې مېرمنې چې له کورنیو ستونزو سره مخ دي د دې قاعدې پر بنسټ کډوالو ته ځانګړو شویو کورونو ته لاسرسی نه شي موندلی. د مېرمنو ملاتړ سازمان هم دغه راز د یادې قاعدې د ځنډولو غوښټنه کړې.

په همدې حال کې د برتانیا د کورنیو چارو ادارې ویاند ویلي چې حکومت ډاډه دی چې د کورونا کړکېچ پر مهال د خلکو ملاتړ وکړي. د نوموړي په حواله دولت د کورونا ویروس پر وړاندې د نیول شویو تدابیرو په چوکات کې ټولو خلکو ته د مالي مرستې وړاندیز کړی چې کډوال هم ترې ګټه اخیستلی شي.  

 

نورې ليکنې