مالاکاسا کمپ. کرېډېټ: رویترز
مالاکاسا کمپ. کرېډېټ: رویترز

نن سه شنبه یوناني چارواکو د هغو ۱۵۰ مهاجرو په اړه اندېښنه وښودله چې د پېلوپونیز سیمې په یوه هوټل کې یې د کورونا ویروس مثبتې ازموینې کړې. دغه هوټل کې ۴۷۰ مهاجر ژوند کوي.

د ارمیونیدا ښار د ښاروال مرستیال یوسیف میرتیریس ویلي چې پېلوپونیز سیمه کې د کرانیدي هوټل د ۴۷۰ اوسېدونکو له ډلې څخه د ۱۵۰ کسانو د کورونا ویروس ازموینې مثبتې ښودل شوې دي.

نوموړي دولتي ټلویزیون اي ار تي ته ویلي: «پولیسو د هوټل مخ ته پوسته جوړه کړې او څوک له هوټله د وتلو اجازه نه لري.»

د چارواکو له مخې د یونان په یو روغتون کې د یوې سومالیایۍ اومېنداورې مېرمنې د کورونا مثبتې ازموینې وروسته دوی پرون د یاد هوټل د ټولو اوسېدونکو د کورونا ویروس ازموینې ترسره وکړې.

بل پلو د کډوالۍ نړیوال سازمان چې د دغه هوټل مسولیت په غاړه لري ویلي چې «ژباړونکي، روانپوهان، ټولنیز کارکوونکي او قضایي سلاکاران په منظمه توګه له کډوالو سره په تماس کې دي» او هڅه کوي چې په دغه سخت حالت کې ور سره مرسته وکړي.

د یونان د کډوالو چارو وزارت له مخې یاده ۲۸ کلنه سومالیایۍ په خپله کوټه کې بنده ده او ټول هوټل قرنطین شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې د هوټل یو کارکوونکي هم د کورونا مثبته ازموینه کړې خو هغه له ۱۲ ورځو راهیسې هوټل ته نه دی ورغلی.

د سیمې د ښاروال یانس جیورګوپولوس د اې ان تي ون ټلویزون ته ویلي چې که څه وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو دغه هوټل له کرانیدي او پورت هلي کلیو څخه لرې دی او د ویروس د خپرېدو ګواښ لږ دی.   

بل پلو د مدني ساتنې وزارت مرستیال وزیر نیکوس هاردالیاس ویلي چې وضعیت ډاروونکی نه دی او دوی خپلې ټولې هڅې کوي.

نن سبا یونان کې د مهاجرو شمېر ۱۰۰ زره کسانو ته رسېږي.

تر دې مخکې د یونان په مرکزي سیمه کې د کډوالو دوه کمپونه قرنطین شوي دي.

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت اعلان کړی چې د مهاجرو کمپونه د مې میاشتې تر ۱۰مې پورې په قرنطین کې دي.

یونان کې تر دې دمه ۱۱۶ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي او ۶۱ تنه نور د روغتونونو په عاجلو څانګو کې بستري دي.

 

نورې ليکنې