هغه لاري چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز
هغه لاري چې د ۳۰ ویتنامي کډوالو مړي پکې موندل شوي وو. کرېډېټ: رویترز

ایرلنډي پولیسو د دوشنبې په شپه یو تن د ۳۹ ویټنامي کډوالو د وژنې په تړاو ونیو او د سه شنبې په ورځ یې محکمې ته معرفي کړ. ټاکل شوې چې نوموړی برتانیا ته وسپارل شي.

 ۴۰ کلن رنان هیوګ د دوشنبې په شپه د ایرلنډي پولیسو له خوا په خپل کور کې ونیول شو چې د شمالي ایرلنډ سرحدي سیمه موناګان کې موقعیت لري. نوموړي د ۳۹ ویټنامي کډوالو د وژنې او دغه راز ناقانونه مهاجرت سره د ملاتړ په خاطر د برتانوي پولیسو تر تعقیب لاندې و.

تېر کال د اکتوبر میاشتې په ۲۳مه برتانوي پولیسو د لنډن په ختیځه صنعتي سیمه ګرېز کې په یوه لارۍ کې د دوو ۱۵ کلنو ځوانانو او ۸ ښځو په ګډون ۳۹ جسدونه وموندل. دغه لاري د بلجیم له زیبروژ سیمې څخه برتانیا ته ورغلې وه.

ښاغلي هیوګ تېره ورځ د ډوبلین جزایي محکمه کې چوپتیا غوره کړه. محکمې نوموړي ته وویل چې د مې په لومړۍ نېټه به برتانیا ته د ده د استرداد په اړه عدلي پروسه پیلېږي.

تر دې دمه ۵ کسان د د یادو مهاجرو په وژنه تورن شوي دي. لاري چلوونکی ۲۵ کلن موریس روبینسون د اپریل په پیل کې د لنډن په یوه محکمه کې د وژنې تور ومانه.

د پېښې یو شمېر قربانیان د ویټنام له بې وزلو مرکزي سیمو څخه برتانیا ته ورغلي وو. د دې سیمو اوسېدونکي د اقتصادي دلایلو له کبله برتانیا ته د خپلو کورنیو غړو د استولو لپاره د زرګونو ډالرو په ارزښت پور اخلي او قاچاق وړونکو ته یې ورکوي.

 

نورې ليکنې