د اوفي د پناه غوښتنې تېلېفوني پلټفورم شمېره. کرېډېټ: کډوال نیوز
د اوفي د پناه غوښتنې تېلېفوني پلټفورم شمېره. کرېډېټ: کډوال نیوز

د پاریس اداري محکمې پرون سه شنبه پرېکړه وکړه چې د پناه غوښتنو د راجسټرولو پلټفورم باید خپل فعالیتونه بیا پیل کړي. د ایل دو فرانس قومندانیو د قرنطین په پیل کې د دغه پلټفورم فعالیتونه ځنډولي وو.

د پاریس ادارې محکمې په پرېکړه لیک کې راغلي: «د ایل دو فرانس د پولیسو قومنداني او قوماندانان اړ دي چې د دې پرېکړې د لاس ته راوړلو وروسته د ۵ ورځو په موده کې او د روغتیایي بېړني حالت تر پایه پورې د پناه غوښتونو د راجسټرولو پروسه بیا پیل کړي.»   

د روانې میاشتې په ۱۵مه د سازمانونو یوې ډلې د پاریس ادارې محکمې ته د ټېلېفورني پلټفورم د فعالیتونو د ځنډولو پر وړاندې شکایت کړی و.

که څه هم په لومړیو ورځو کې چارواکو غوښتل چې یاد پلټفورم پرانیستی وي، خو د مارچ په ۲۰مه یې وتاړه. ځکه چې قومندانیو کې د هرکلي څانګو او دغه راز د سازمانونو دفترونه د کورونا ویروس له کبله تړل شوي دي.   

سازمانونو دغه راز قومندانیو کې د پناه غوښتنې غرفو (ګودا) او د پلټفورم د کار د بیا پیلولو غوښتنه کړې وه.

دغه پلټقورمونه د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې تر چتر فعالیت کوي.

تر دې دمخه اوفي او د ایل دو فرانس قومندانیو د پلټفورم د فعالیتونو ځنډولو په اړه ویلي وو چې د کورونا ویروس له امله د پولو له تړل کېدو راهیسې د پناه غوښتونکي په شمېر کې کموالی راغلی. دوی زیاته کړې وه چې په اوسني حالت کې یې لومړیتوب دا دی چې زیانمنونکو کسانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته په هوټلونو کې سرپناوې برابرې کړې.

په همدې حال کې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي د محکمې د پرېکړې په اړه وایي: «قاضي د ټېلېفوني پلټفورم موثریت تایید کړی. خو څو اونۍ مخکې دغو سازمانونو، چې اوس د پلټفورم د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي، له همدغه قاضي څخه غوښتنه کوله چې یاد پلټفورم وتړي. دا د خوشالۍ ځای دی.»

نوموړی زیاتوي: «موږ ټېلېفوني پلټفورم پرانیستلی شو، خو دا کار مانا نه لري. [قومندانیو کې] د پناه غوښتنې غرفې تړلې دي او موږ  چا ته د مصاحبې وخت نه شو ورکولی.»

د محکمې د پرېکړې له مخې وفي اړه ده چې د ۵ ورځو په موده کې د یاد پلټفورم فعالیتونه له سره پیل کړي.

د یادولو ده چې په ملي کچه د بهرنیانو، پناه غوښتونکو او مهاجرو د اقامې سندونه د کورونا ویروس له امله د درېو میاشتو لپاره تمدید شوي دي.  

 

نورې ليکنې