د بې سرحده ډاکټرانو په حواله لا هم نږدې ۵۰ کسان په سړکونو کې ژوند کوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز، جي برادي
د بې سرحده ډاکټرانو په حواله لا هم نږدې ۵۰ کسان په سړکونو کې ژوند کوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز، جي برادي

فرانسه کې د ګرځبندیز له کبله ګڼو سازمانونو مهاجرو ته د سرپناه برابرولو پروګرام درولی دی. د همدې لپاره اوس مهال د فرانسې په هوټلونو او سړکونو کې په سلګونو مهاجر لیدل کېږي. بل خوا د اوسېدو ځای برابرولو «بېړنۍ» پروسه هم، چې د شپې له خوا ترسره کېدله، درول شوې ده.

د قرنطین په پیل کې یوه ۱۶ کلنه مالیایۍ مهاجره، چې له څو میاشتو را په دې خوا په دوو فرانسوۍ کورنیو کې اوسېدله، دې ته اړه شوه چې ځان ته نوی کور پیدا کړي. یادې فرانسوۍ کورنۍ، چې یوه یې په پاریس او بله یې په ایولین سیمه کې وه، د ۲۰۱۹ د ډسمبر میاشتې راهیسې یې دغې مهاجرې ته سرپناه ورکوله.

د یوتوپیا ۵۶ سازمان د مهاجرو ته د اوسېدو ځای برابرولو پروګرام مشره ادېل پونسې وایي: «هغه کورنۍ چې په پاریس کې اوسېږي د هغې یوه غړې ډاکټره ده. په داسې حال کې د کورونا ویروس ګواښ موجود دی. خو هغه کورنۍ چې ایوېلین کې ده هغې فامیلي ستونزه درلوده.»

یاده مالیایۍ مهاجره تر اوسه د فرانسوي چارواکو له خوا د کم عمره مهاجرې په توګه نه ده پېژندل شوې، نو ځکه د «له ماشومانو سره ټولنیزې مرستې» خدماتو څخه بې برخه ده. هغې دوه اونۍ د یوتوپیا ۵۶ د یوې رضاکارې په کور کې تېرې کړې دي. نوموړې یوه له هغو ۵ کم سنه مهاجرو ده چې ایل دو فرانس کې یې د یوتوپیا د «اکویون» پروګرام له لارې فرانسوۍ کورنیو کې ورته ځای برابر شوی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: «پسغل هوټل» یا هغه پروګرام چې ځوانو کډوالو ته د استراحت کولو زمینه برابروي

«اکویون» پروګرام، چې د یوتوپیا ۵۶ او د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له خوا اداره کېږي، کډوالو ته د ځای برابرولو لړۍ د نامعلومې مودې لپاره درولې ده. ادېل پونسې وایي: «موږ خپل ټول فعالیتونه درولي. نه غواړو چې د کورونا ګواښ سربېره چا ته په کورنیو کې ځای برابر کړو.» د «اکویون» په شان سینګا او سولینوم ټولنو هم تصمیم نیولی چې مهاجرو ته د ځای برابرولو پروسه ودروي.

د قرنطین په پیل کې یوتوپیا ۵۶ د فرانسې په شمالي سیمه کې د دوو کډوالو د سرپناه برابرولو چارې هم ودرولې. دوه مهاجر چې ټاکل شوې وه کورنیو کې ځای پر ځای شي، دې ته اړ شول چې «پاسرل» هوټل کې پاتي شي چې د فرانسې په نوی پلیزانس سیمه کې موقعیت لري او د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له خوا اداره کېږي. «اکویون» هغه پروګرام دی چې مهاجرو ته په اپارتمانونو او کورونو کې د څو میاشتو لپاره انفرادي کوټې برابروي.

د سرپناه برابرولو «بېړنی» پروګرام درول شوی

یوتوپیا ۵۶ دغه راز مهاجرو ته په «بېړني» توګه د اوسېدو ځای برابروي. د دې پروګرام په چوکات کې مهاجر یوه یا دوه شپې په یوه کورنۍ کې پاتې کېږي. د یاد سازمان په حواله په کال ۲۰۱۹ کې نږدې ۳۷۹۵ کسان (کورنۍ او یا مجردې ښځې) چې په ډله کې یې ۱۷۰۰ ماشومان هم ول پاریس کې له دغه پروګرام څخه برخمن شوي دي. خو اوس یاد پروګرام په بشپړه توګه درول شوی.

د یوتوپیا ۵۶ د سرپناه برابرولو «بېړني» پروګرام مشره هېلېنا تادروس وایي: «موږ د قرنطین له پیله څو ورځې مخکې خپل ټول پروګرامونه درولي وو. د نومبر په ۱۳مه مو تصمیم نیولی و چې دا به وروستی ځل وي. د کورونا ویروس خطر موجود و. او ګڼې کورنۍ له پاریس څخه تللې وې.»

نوموړې زیاتوي چې نن سبا اړتیاوې کمې شوې ځکه چې کورنۍ د پولو د تړل کېدو له امله په سختۍ سره پاریس ته راتلی شي. بل پلو دولت هڅه کړې چې کډوالو ته د کرونا کړکېچ پر مهال په ودانیو کې د اوسېدو ځای برابر کړي.

خو هغه کسان چې تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی موندلی د دوو نورو ادارو له خدماتو څخه ګټه اخیستلی شي: د اوبرویلیې د یوې کلیسا یوه څانګه او پاریس په ۱۱مه سیمه کې یوه بله اداره. دغو ځایونو کې د ۳ کم سنه کسانو په ګډون ۱۸ مهاجر ځای پر ځای شوي دي.

خو د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په حواله د پاریس په شمالي سیمه کې لا هم نږدې ۵۰ مهاجر په سړکونو او یا نامناسبو استوګنځیو کې شپه سبا کوي. د دغو کسانو له ډلې څخه یې ۳۰ تنه د سرپناوو د «انتظار لېست» کې دي.

د دغه لېست له مخې کډوال یا اپیني – سور – سن سیمه کې او یا پاسرل هوټل کې سرپناوې ترلاسه کولی شي. اپینې – سور – سن کور د ۸ کسانو او پاسرل هوټل د ۳۰ کسانو ظرفیت لري. دغه راز مهاجر د دې لېست پر اساس هوټلونو او یا د ښاریانو په کورونو کې اوسېدلی شي.

د اوسېدو ځای برابرولو مکانیزم

ادېل پونسې وایي: «دا کار د اصولو پر بنسټ کېږي او تاریخي نظم لري. موږ نه شو کولی چې یو کس ته چې له څو میاشتو راهیسې په سړکونو کې اوسېږي په کورنیو کې ځای ورکړو. دا د رواني له لحاظه خطرناک دی. دوی لومړی د څو میاشتو لپاره په یو هوټل کې اوسېږي چېرته چې روانپوهان هم دي. بیا کله چې دوی د سرپناه برابرولو پروګرام په چوکاټ کې راځي نو له کورنیو سره اړیکه ټینګولی شي او یا ښوونځي ته تللی شي.»

خو اوس دغه مکانیزم د قضايي سیستم د سستۍ او دغه راز د کورونا ویروس له کبله درول شوی دی.

ادېل پونسې وایي: «موږ نور نه شو کولی چې کم سنه کډوالو ته په پاسرل هوټل کې ځای برابر کړو. ټول فعالیتونه درول شوي دي.»

 

نورې ليکنې