د آلمان د زراعت سيکتور د موسمي کارګرو د لويي تشي سره مخامخ دی
د آلمان د زراعت سيکتور د موسمي کارګرو د لويي تشي سره مخامخ دی

آلمان د پناه غوښتونکو او د کار د بازار په تړاو په خپلو قوانينو کي په مؤقتي توګه بدلون راولي. پناه غوښتونکو ته تر اکتوبره په زراعت کي د کار کولو اجازه ورکوله کيږي.

د کرونا بحران د آلمان زراعت ته زښت ګواښونه جوړ کړي دي، ځکه چي د ختيځي اروپا هغه موسمي کارګر چي په آلمان کي به يې په کښتونو کي کار کاوه بند پاته دي. داسي بيري موجودي دي چي ښايي د آلماني باغدارانو پر پټيو او باغونو مېوې پرته له شکولو څخه ورستې سي.

د يادي ستونزي د هواري له پاره د آلمان حکومت پرېکړه کړې چي د اپريل له لومړۍ نېټي څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټي پوري به د کار اجازه نه لرونکو پناه غوښتونکو ته د کار کولو اجازه ورکړي. دا خبر د آلمان د زراعت او خوراکو وزارت ورکړی دی. د دغه وزارت په وينا په دې ترڅ کي يې د  آلمان د کار موندنې د آژانس سره اړونده تړون لاسليک کړی دی.

په اړونده قوانينو کي د مؤقتي بدلون دغه پرېکړه د آلمان د حکومتي او حزب اختلاف د ګوندونو تر منځ د نژدې يوې مياشتي اوږدو بحثونو وروسته سوې ده. د زراعت او خوراک وزارت ويلي دي چي هيله کوي چي د دغه نوو اقداماتو په پايله کي به په زراعت کي کاري قوه «بېله اوږدو بيوروکراتيکو پروسو او خنډونو» زياته سي.

لاندني مشخصات لرونکي کسان به له دغو مؤقتي اصولو څخه ګټه پورته کړلای سي:
 
ـ هغه پناه غوښتونکي چي لا يې تر اوسه دوسيه په بشپړه توګه نه ده پروسه سوې، په شمول د هغو کسانو چي په تيرو ۹ مياشتو کي يې د پناه غوښتني د لومړي فيصلې پر ضد حقوقي دعوا کړې ده.
ـ هغه پناه غوښتونکي چي له تيرو ۳ مياشتو راهيسي په آلمان کي په عبوري اقامه ژوند کوي او د کرونا د بحران له کبله يې د پناه غوښتنې دوسيې ځنډيدلي دي.
ـ هغه کسان چي د دولدونګ سند لري او و نورو هيوادونو ته د اخراج په مخ کي يې دليلونه واقع دي او له دې کبله لا نه دي اخراج کړل سوي.

ـ هغه کسان چي د اروپايي اتحاديې څخه دباندي هيوادونو سره تړاو لري او د کار اجازه يې صرف په هوټلونو او ريستورانتونو کي د کار تر ساحې محدوده ده. هغوی به د خپلي کاري اجازې د تعديل اجازه ولري چي په زراعت کي هم کار وکولای سي.

د زراغت او خوراکو آلمانۍ وزيره يوليا ګليکنر د کال له پيل راهيسي لا د کار د بازار دننه د بعضو آسانتياؤ د راوستلو پلوي وه. هغې په اړونده قوانينو کي د عبوري بدلون دفاع په دې دليل کړې ده چي ګواکي موسمي کارګر د کرونا د بحران او بنديزونو له کبله آلمان ته نه سي راتللای او په آلمان کي و زراعتي کارګرو ته سخته اړتيا ده.

 

نورې ليکنې