د بحث له مهمو موضوعاتو څخه يوه هم له يونانه د ماشوم مهاجرو منل وه
د بحث له مهمو موضوعاتو څخه يوه هم له يونانه د ماشوم مهاجرو منل وه

د آلمان ولسي جرګې بُنډستاګ د چهارشنبې په ماښام د مهاجرت په تړاو د اروپا د راتونکي سياست پر موضوع تود بحث وکړ. په يونان کي د مهاجرو کمپونه د بحث مهمه موضوع ول.

د بُنډسټاګ په مباحثه کي د حزب اختلاف ليبرال، کين او زرغون ګوندونو پر دې ټينګار درلود چي آلمان بايد په لا زيات شمېر بې سرپرست ماشوم مهاجر له يوناني ټاپوګانو څخه و آلمان ته راولي. لومړي ۴۷ ماشوم مهاجر د شنبې په ورځ آلمان ته رسيدلي ول.

 يو شمېر د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو دې ته چمتو والی ښودلی ؤ چي په ټوليزه توګه به شاوخوا ۱۶۰۰ ماشوم مهاجر له يونان څخه ومني. خو د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا په دغه پروسه کي د کرونا د روان بحران له کبله ځنډ رامنځ ته سوی دی.

 د آلمان د کيڼ ګوند سياستوال ميشل برانډ په بُنډسټاګ کي د وينا پر وخت غوښتنه وکړه چي د يونان په ټاپوګانو کي «ناوړه کمپونه» بايد وتړل سي او پکښي شته مهاجر بايد په داسو ځايونو کي ځای پر ځای سي چي د انسانانو له پاره وړ ځايونه وي. د هغې په وينا په آلمان کي نژدې ۱۴۰ ښارګوټي دې ته چمتو دي چي له يونان څخه مهاجر ومني او ورته ځای ورکړي. هغه زياته کړه: «موږ بايد بېرته و انساني حقونو ته وګرځوکيڼ ګوند وړانديز وکړ چي د دبلن پروسې په ترڅ کي دي دمګړی مهاجر نورو اروپايي هيوادونو ته نه لېږدول کيږي.

 د ليبرال ګوند (FDP) سياستوالې ماري اګنس شترک څيمرمن وويل چي په کمپونو کي د ماشومانو وضعه «د منلو وړ نه ده.» هغې د اروپايي اتحاديې د بشري حقونو، آزادۍ، دموکراسۍ، مساواتو او قانوني دولتدارۍ له ارزښتونو څخه خبره وکړه. د هغې په وينا آلمان بايد د ماشومانو په ژغورنه کي مخکښ رول ولوبوي.

 د آلمان د حکومتي ګوندونو څخه د مسيحي دموکرات ګوند د فراکسيون رئيس تورستن فرای له يوناني ټاپوګانو څخه د لومړي ماشوم مهاجرو اخيستنه د يو بشري اشارې لومړی پړاو وباله. هغه د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د پناه غوښتنې د داسي مشترک نظام غوښتنه وکړه چي له مخي يې مسؤليتونه او د باندنيو پولو مؤثره ساتنه او د پچې له لاري پر غړو هيوادونو د پناه غوښتونکو وېش پکښي ځای ولري.

 د ائتلافي حکومت له دويم ګوند سوسيال دموکرات څخه لارس کاستېلوچي وويل چي په اروپا کي بايد د پناه غوښتنې نظام بېرته پر لاره برابر کړل سي. د هغه په وينا پر دغه استقامت به د ماشوم مهاجرو منل او له سمندر څخه د ژغورني د مناسب ميکانيزم جوړول لومړی قدم وي.

 له ښې اړخي ګوند (AfD) څخه بېرند باومان د نورو غوښتنو تر څنګ د اروپايي اتحاديې د سرحد ساتونکي ځواک فرونتيکس د قوي کولو غوښتنه هم وکړه.

 

نورې ليکنې