کرونا بحران د مهاجرو کاګرو پر عوايدو بدي اغېزې کړي
کرونا بحران د مهاجرو کاګرو پر عوايدو بدي اغېزې کړي

نړيوال بانک ويلي دي چي په روان مېلادي کال به په هغو پيسو کي به د ۱۴۲ ملياردو ډالرو کمښت راسي کومي چي مهاجر هر کال خپلو پلرني هيوادونو ته ليږي.

د نړيوال بانک په وينا په نړيواله توګه د پيسو په لېږد کي د کرونا بحران له کبله تاريخي کموالی راغلی دی. د دغه نړيوالې ادارې په وينا اټکل سوی چي په روان مېلادي کال کي به د د پيسو په لېږد کي د ۱۴۲ ملياردو ډلرو کمښت راسي او دغه کمښت به په زياته پر بې وزلو هيوادونو سختي خرابي اغېزې ولري. دا په داسي حال کي چي دغه هيوادونه چي اقتصادونو يې د کرونا بحران له کبله لا زيات اغېزمن سوي دي، تر زياتي اندازې هغو پيسو ته اړتيا لري چي اتباع يې له نورو هيوادونو څخه په دغو هيوادونو کي ميشتو خپلو کورنيو ته لېږدوي.

 نړيوال بانک د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۲مه نېټه) وويل چي کومي پيسې چي د مهاجر کارګرو له خوا خپلو کورنيو ته لېږدول کيږي نژدې پکښي ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی. دغه پيسې چي په زياته ټيټ او د منځنۍ درجې اقتصاد لرونکو هيوادونو ته لېږدول کيږي، د دغو هيوادونو د اقتصاد له پاره سختي مهمي دي. د کرونا بحران او تيلو د بازار خرابېدو له کبله اټکل سوی دغه کمښت د ۲۰۰۹ کال د مالي بحران په پرتله نژدې څلور چنده زيات دی. په ۲۰۰۹ کال هم د مهاجر کارګرو له خوا و خپلو کورنيو ته د پيسو په لېږد کي کمښت راغلی ؤ.

 د نړيوال بانک په وينا د مهاجرو له لوري په لېږدول کېدونکو پيسو کي د کمښت لوی سبب د کرونا بحران دی چي له کبله يې يو شمېر دغه مهاجر يا بې روزګاره سوي دي او يا په مؤقتي توګه پيسې نه سي ګټلای.

 د نړيوال بانک څخه ډېويډ مالپاس ويلي دي چي له نژدې زر مليونه مهاجرو څخه يې ۲۷۰ مليونه له خپل هيواد څخه دباندي کار کوي او نژدې ۷۶۰ مليونه انسانان په خپل هیواد کي دننه مهاجر دي او خپلو کورونيو ته پيسې لېږدوي. د مالپاس په وينا دغه پيسې د کورنيو د مړولو او سر پټي له پاره حتمي دي. نوموړي و رويټرز خبري آژانس ته زياته کړې چي د بحران پر وخت دغه کارګر هميشه ډېر ژر مجروح کېدونکي وي.

 

نورې ليکنې