کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

د فرانسې د شمالي سیمې دوې د استیناف محکمې پرون پنجشنبه یو افغان قاچاق وړونکی مانش کانال کې د یوې ایرانۍ مهاجرې د غیرعمدي وژنې له تور برائت ورکړ. خو نوموړی ناقانونه مهاجرت ته د زمینه برابرولو په تور په ۵ کاله بند محکوم شوی دی.

دغه ۳۱ کلن افغان قاچاق وړونکی تېر ډسمبر د بولونی – سور – مېر محکمې له خوا د وژنې او ناقانونه مهاجرت سره د ملاتړ په تور په ۵ کاله بند محکوم شوی و. نوموړی په دې تورن و چې د ۲۰۱۹ په اګست میاشت کې یې هڅه کړې چې یوه ایرانۍ مهاجره د مانش کانال له لارې برتانیا ته قاچاق کړي. خو یاده مېرمنه د مانش کانال اوبو ته تر لوېدو وروسته ومړه.  

د قاچاق وړونکي مدافع وکیل امانویل ریګلېر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، محکمې نوموړی یوازې د ناقانونه مهاجرت ته د زمینه برابرولو په تور په ۵ کاله بند محکوم کړی.

ده زیاته کړې چې د محکمې د پرېکړې پر بنسټ: «دا یو قاچاق وړونکی دی او ناقانونه مهاجرت ته د زمینه برابرولو په تور مجازات کېږي، خو د هغه او د ایرانۍ مېرمنې ترمنځ اړیکه نشته.»

یاد قاچاق وړونکي په لومړي سر د انساني قاچاق تور رد کړی و خو ویلي یې وو چې د خپل سفر د لګښت پوره کولو لپاره یې موټر کې د بېړیو سپرولو کې برخه اخیستلې.

محکمې دغه راز یو هالنډی قاچاق وړونکی په درې کاله بند محکوم کړی و. خو نوموړي د استیناف غوښتنه نه وه کړې.

د ۲۰۱۸ له پایه راهیسې زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې د ګواښونو سربېره د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله تېر کال ۲۷۵۸ کسان مانش کانال کې نیول شوي دي چې د ۲۰۱۸ کال پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي. 

 

نورې ليکنې