له ارشیف څخه: یوه افغانه کورنۍ د بوسنیا په ویلیکا کلادوشا کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: یوه افغانه کورنۍ د بوسنیا په ویلیکا کلادوشا کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د بوسنیا د امنیت وزیر پرون پنجشنبه له دغه هیواد څخه د مهاجرو د اخراجولو وړاندیز وکړ. د نوموړي په حواله د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال کډوال د بوسنیا امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي او همدارنګه د دې هیواد اقتصاد ته زیان رسوي.

د بوسنیا د امنیت وزیر فارودین رادونسیچ دا هم وویل چې هغه مهاجر چې پاسپورټونه او یا پېژندپاڼې نه لري د مهاجرو او پناه غوښتونکو کمپونو پر ځای باید زندان ته واچول شي. 

نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې پېژندپاڼې نه لري نور نه شي کولی چې د مهاجرو او پناه غوښتونکي کمپونو ته ورشي. دوی په مستقیمه توګه زندان ته ځي.» د ده په حواله مهاجر تر هغه وخت پورې – له ۱ تر ۵ کلونو پورې - زندان کې ساتل کېږي ترڅو  چې د هغوی هویت معلوم شي. «دا مو د نوي قانون لپاره وړاندیز دی.»

نوموړي نه دي ویلي چې یاد قانون به کله پارلمان ته وړاندې شي.

د بوسنیا د امنیت وزیر ویناوې ښيي چې دغه هیواد کې د افریقایي او اسیایي هیوادونو د کډوالو څپو تر رسېدو وروسته وضعیت نور هم پیچلی شوی دی. دغه مهاجر غواړي چې د بالقان له لارې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي، خو ډېری یې بوسنیا کې بند پاتې کېږي چې له کروېشیا سره ګډه پوله لري.

کروېشیا د اروپایي ټولنې غړې ده خو په خپلو پولو کې یې د مهاجرو د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي.

ښاغلي رادونسویچ زیاته کړې چې دوی نور نه شي کولی د ۸۰۰۰ تر ۹۰۰۰ کسانو مسولیت په غاړه واخلي. د نوموړي په خبره دوی غواړي چې د کورونا کړکېچ وروسته مهاجر د رواني له لحاظه دې ته اړ کړي چې بوسنیا ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

 

نورې ليکنې