د هنګري ترانزیت مرکز د هنګري او صربستان پر پوله موقعیت لري. کرېډېت: پیکچر الاینز، فوتوشات، ولګي
د هنګري ترانزیت مرکز د هنګري او صربستان پر پوله موقعیت لري. کرېډېت: پیکچر الاینز، فوتوشات، ولګي

د اروپایي ټولنې د جزایي محکمې عمومي مدافع وکیل د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هنګري د روسکي کمپ اوسېدونکو سره د «بندیانو» په څېر چلند کېږي. ټاکل شوې چې یاده محکمه په راتلونکو اونیو کې د هنګري په اړه پرېکړه وکړي.

تر دې دمخه د هنګري اداري محکمې د ۴ ایراني او افغان مهاجرو د شکایتونو پر بنسټ د اروپایي ټولنې جزایي محکمه کې د هنګریایي چارواکو د پرېکړې پر وړاندې دوسیه ثبت کړې وه. د دغو څلور کسانو د پناه غوښتنو دوسیې د هنګري چارواکو له خوا رد شوې وې.

بل خوا صربستان هم د هنګريایي چارواکو تر پرېکړې وروسته د دغو کسانو له منلو ډډه کړې وه.

د یادو مهاجرو په حواله د هنګريایي چارواکو پرېکړه د اروپایي ټولنې د ۲۰۱۳ له هغه فرمان سره  په ټکر کې ده چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د هرکلي شرایط پکې درج شوي دي.

محکمې په یو خبرپاڼه کې زیاته کړې چې هنګري د صربستان له پرېکړې وروسته باید د دغو مهاجرو د پناه غوښتنو دوسیې له سره ارزولې وای.  

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د روسکي په «ترانزیت زون» کې له دغو مهاجرو سره د بندیانو په شان چلند کېږي چې د اروپایي ټولنې د ۲۰۱۳ فرمان سره په ټکر کې دی.

د محکمې عمومي مدافع وکیل پریک پیکامي د یادو مهاجرو د ادعاوو په منلو سره هنګري کې د هرکلي شرایط وغندل او زیاته یې کړه چې «ترانزیت زون» کې مهاجر له ازادیو بې برخې دي. 

نوموړي دا هم ویلي چې هنګریایي چارواکو قضایي سیستم ته درناوی نه دی کړی نو ځکه د دغو مهاجرو بندي ساتل غیرقانوني ګڼل کېږي.

د ۲۰۱۵ کډوالۍ کړکېچ راهیسې اروپایي ټولنې په منظمه توګه پر هنګري تنقیدونه کړي دي. 

مهاجر هنګري ته له ننوتلو وروسته اړ دي چې پوله کې د تومپا او روسکي ترانزیت زونونو ته ورشي. دغه زون کې مهاجر په کانتینرونو کې اوسېږي.

د بوډاپست په حواله تر تېرې مارچ میاشتې پورې ۳۲۱ کسان په دغو مرکزونو کې په بند کې وو.

بل پلو د هنګري د هلسینکي کمېتې غړې باربارا پوهارنوک د اروپایي ټولنې د عمومي مدافع وکیل د ویناوې هرکلی کړی او زیاته یې کړې چې هیله لري د دغو مرکزونو د اوسېدونکو دوسیې په سمه توګه وارزول شي. د نوموړې په حواله یادو مرکزونو کې له ۱۰۰ ډېر ماشومان هم ایسار پاتي دي.

 

نورې ليکنې