ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده
ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده

د رپوټونو په حواله د کورونا ویروس ناروغۍ له خپرېدو راهیسې د سیمې په هیوادونو کې تر دې دمه ۹۱ افغان مهاجر د دې وبا له کبله مړه شوي دي.

بي بي سي تېره جمعه د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له قوله وویل چې د اپریل تر ۲۵مې نېټې پورې ۲۵۸ افغانان د ایران، ترکیې، یونان او پاکستان هیوادونو کې په کورونا ویروس اخته شوي چې له ډله یې ۹۱ کسان مړه شوي دي.

دغه شمېر یادو هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو له خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ورکړل شوی دی.

ښاغلي بلخي بي بي سي ته دا هم ویلي چې د افغانستان د سیاسي اتشو د رپوټونو پر بنسټ تر اوسه پورې ترکیه کې ۲۰ افغانان په کورونا اخته شوي او ۵ تنه یې له دې ویروسه مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې یونان کې هم ۱۲ افغان مهاجر په دې ویروس اخته شوي خو اوس یې روغتیایي وضعیت په ښه کېدو دی.

د ښاغلي بلخي په حواله د پاکستان په خیبر پښتونخوا سیمه کې هم یو افغان کډوال د دې ویروس له کبله ساه ورکړې ده.

خو نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ایران کې په کورونا د اخته مهاجرو او دغه راز د مړو کره شمېر نه لري. ده ویلي چې د افغان چارواکو د غوښتنو سربېره ایراني چارواکو په دې هیواد کې د اخته افغانانو دقیق شمېر ته نه دی ورکړی.  

بي بي سي د ښاغلي بلخي له قوله زیاتوي چې ایران کې د افغانستان د مهاجرو اتشه د خلکو له قوله وایي چې دې هیواد کې ۲۲۵ افغانان په کورونا اخته شوي او ۸۵ تنه یې مړه شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ایران کې لږترلږه ۵۰ افغانان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي دي

تر اوسه پورې د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو افغان مهاجرو هویت نه دی معلوم. د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه کسان په کوربه هیوادونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت په حواله نن دوشنبه افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۰۳ تنو ته رسېدلي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې په ۲۴ وروستیو ساعتونو کې د کورونا ویرس ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

 

نورې ليکنې