تاجیک کارګر ابراهیم ارتیکوف د کورونا ویروس له امله روسیه کې خپل کار له لاسه ورکړی. کرېډېټ: رویترز
تاجیک کارګر ابراهیم ارتیکوف د کورونا ویروس له امله روسیه کې خپل کار له لاسه ورکړی. کرېډېټ: رویترز

د رپوټونو په حواله روسیه کې کورونا ویروس ناروغۍ د کډوالو پر ژوند ناوړه اغېز کړی او مهاجر یې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي. د روسیې د دولتي احصایې ادارې له مخې که څه هم په دې هیواد کې تر ۲۰۰ زره ډېر مهاجر اوسېږي، خو یوازې ۴۸۷ کسان د قانوني اسنادو خاوندان دي.

رویترز مسکو کې د افغانې مهاجر خاطرې نوري له قوله وایي چې د نوموړې ۶ کسیزې کورنۍ به د خیریه سازمانونو له مرستو پرته له لوږې سره مخ کېږي.

تر دې مخکې د خاطرې مېړه ذبیح الله د میوو په یو مارکېت کې کار کاوه، خو یاد هیواد کې د بندیزونو له کبله دغه مارکیت تړل شوی او اوسمهال نوموړی اکثره وختونه وزګار دی. رویترز زیاتوي چې نن سبا ذبیح الله د کار موندلو په صورت کې هم د پخوا پرتله لږې پیسې (۵۰۰ روبل یا ۶،۷ ډالر) ترلاسه کوي او  د خپل کور کرایې هم پوره نه شي کولی.

آغلې نوري زیاته کړې چې قرنطین د خلکو مشکلات دوه چنده کړي دي او دوی د قانوني اسنادو او د روغتیایي بیمې د نه لرلو له کبله اوس له کوره هم نه شي وتلی.  

روسیه کې د مهاجرو د بشري او حقوقي ملاتړ سازمان یا د مدني مرستو کمېټې په حواله د آغلې نوري په شان دې هیواد کې تر ۲۰۰ زره زیات مهاجر اوسېږي.  خو د روسیې د احصایې ادارې له مخې له دغې ډلې څخه یوازې ۴۸۷ مهاجر قانوني اسناد لري او روسیه کې کار کولی شي.

مسکو کې خلک یوازې د سودا او دوا اخیستلو، درملنې، د چټلیو او یا د حیواناتو د ایستلو لپاره له کوره وتلی شي. خو دوی ټول باید له ځان سره رسمي اسناد ولري که نه تر ۴۰ زره روبل (۵۳۵ ډالرو) پورې جرمانه کېږي. خو ډېری مهاجر دغه سند ته لاسرسی نه لري.

تېره اونۍ روسي چارواکو له کوره د وتلو لپاره یو ډیجیټال سیستم معرفي کړ. دغه سیستم د مهاجرو وضعیت نور هم پیچلی کړی.

د روسیې د مدني مرستو کمیټې دا هم ویلي چې له بندیز لګول کېدو راهیسې هره ورځ نږدې ۵۰ کورنۍ له هغوی سره اړیکه نیسي او د خوراکي توکو غوښتنه کوي.

یادې کمیټې زیاته کړې چې تر اوسه د ۱۰۰ سوریایي کورنیو په ګډون ۴۰۰ مهاجرې کورنۍ د خیریه ټولنو له مرستې څخه برخمنې شوې دي.


 

نورې ليکنې