له ارشیف څخه. کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه
له ارشیف څخه. کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سمندر قومندانۍ ټویټر پاڼه

فرانسوي چارواکو پرون دوشنبه مانش کانال کې ۱۹ مهاجر ژغورلي دي. شپږ کسان چې د بدن د حرارت درجه یې راټیټه شوې وه روغتون ته انتقال شوي دي.

د کورونا ویروس کړکېچ او سمندر کې د ګواښونو سربېره لا هم مهاجر هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. په داسې حال کې چې د روان کال له پیل راهیسې له یاد کانال څخه د ژغورل شویو مهاجرو شمېر تر ۱۰۰۰ اوښتی دی، د فرانسې سمندري ځواکونو تېره ورځ په دوو عملیاتو کې ۱۹ تنه نور ژغورلي دي.

د فرانسوۍ ورځپاڼې ووا دو نورد په حواله د کډوالو د لومړې ډلې روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی. روغتیایي چارواکو یاده ډله ۱۱ کسیزې ډلې ته ویسان سیمه کې روغتیایي مرستې برابرې کړې دي.

د کډوالو په ډویمه ډله کې ۸ کسان شامل وو چې د ۶ کسانو د بدن د حرارت د ټیټې درجې له کبله روغتون ته انتقال شوي دي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې داسې ګومان کېږي چې د دغو کسانو کښتۍ د ویمرو په پوانت او وا سیمه کې نسکوره شوې وي.

ووا دو نورد د اپریل پر ۱۹مه رپوټ ورکړی و چې د روان کال له پیله د اپریل تر ۱۴مې پورې ۱۰۰۰ کسان له مانش کانال څخه ژغورل شوي چې د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله ۱۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

ورځپاڼې د ګري – نې سیمې د سمندري ژغورنې او نظارت سیمه ییز مرکز مشر مارک بونافوس له قوله زیاته کړې وه چې د کډوالو د شمېر زیاتوالی «د هوا د ښه حالاتو او دغه راز د کورونا کړکېچ» سره تړاو لري.

 

نورې ليکنې