د ناروې د کډوالو شورا کلنی رپوټ ښيي چې تېر کال د نړۍ په ۶۱ هیوادونو کې ۴۵،۷ میلیونه کسان د جګړو له کبله او ۵،۱ میلیونه نور د افاتو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ناروې د مهاجرو شورا د کورني بې ځایه کېدو د ارزولو مرکز د نوي رپوټ له مخې تېر کال ټولټال ۵۰،۸ میلیونو کسانو د جګړو او ناامنیو او یا د طبیعي افاتو له کبله خپل کورونه پرېښودلي دي. دا د تېرو کلونو په پرتله د کورني بې ځایه شویو تر ټولو لوړه شمېره ده.
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د د یادې شورا مشرې الکساندار بیلاک له قوله ویلي، دوی هیله درلوده چې تېر اکټوبر ملګرو ملتونو کې د یادې ستونزې د هوارولو د یو پنل تر جوړېدو وروسته سږ کال نړیواله ټولنه کورني بې ځایه کېدو ته پام وکړي.
خو د کورونا ویروس ناروغۍ له کبله د نړۍ دولتونه اړ شوي چې په لومړي سر د یادې وبا مخه ونیسي.
آغلې بیلاک دغه راز د هیوادونو د مالي مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې کورونا ویروس ښایي له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې کچه کمه کړي.
نوموړې همدارنګه د بې ځایه شویو کسانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغې زیاته کړې: «بې ځایه شوي کسان زیانمنونکي دي ځکه چې دوی په کمپونو کې او یا بېړنو سرپناوو او یا غیر رسمي ځایونو کې ژوند کوي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري. کورونا ویروس ناروغي به دوی نور هم زیانمنوي.»
د آغلې بیلاک په حواله تر دې دمخه د ناروې د مهاجرو شورا او نورو بشردوستانه ټولنو خبرداری ورکړی چې د دولتونو له خوا لګول شوي بندیزونه بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر رسولو اغېز کوي.
د یاد رپوټ له مخې بې ځایه شوي کسان د بې وزلو هیوادونو اوسېدونکي دي.
د افریقا د سوېلي سهارا صحرا هیوادونو لکه ساحل، سومالیا او سوېلي سوډان کې د جګړو او ناامیو له کبله په سلګونو زرو کسانو له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
دغه راز هند، فېلیپین، بنګله دېش او چین کې لږترلږه ۴ میلیونو کسانو د توپانونو او موسمي بارانونو له کبله خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ګارډین د آغلې بیلاک له قوله زیاته کړې چې د راتلونکي کال رپوټ جوړول به «ډېر سخت» وي ځکه چې نن سبا د مالوماتو راټولوونکي کسان له بندیزونو سره مخ دي.