د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

سمندر کې د ګواښونو سربېره لا هم زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. د رپوټونو په حواله تېره دوشنبه د برتانیا او د فرانسې سرحدي چارواکو په مانش کانال کې ۹۰ مهاجر نیولي دي. بل پلو فرانسوي چارواکو تېره ورځ د کالې په بندر کې ۶ مهاجر موندلي چې د بدن د حرارت درجه یې راټیټه شوې وه.

د کورونا ویروس کړکېچ او سمندر کې د ناقانونه سفر د ګواښونو سربېره لا هم کډوال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. د بي بي سي د یو رپوټ په حواله تېره دوشنبه برتانوي او فرانسې چارواکو له ۹۰ ډېر کسان په یاد کانال کې نیولي دي. دغه مهاجر په ۸ بېړیو کې سپاره ول.

بي بي سي د برتانیا د کورنیو چارو ادارې له قوله ویلي چې د دې هیواد سرحدي ځواکونو د مهاجرو لومړۍ بېړۍ کنټ ساحل ته نږدې درولې ده چې پکې ۲ ښځې او ۱۳ نارینه سپاره ول.

په درېو نورو بېړیو کې نږدې ۳۰ کسان سپاره ول. دغو مهاجرو ویلي چې د ایران، سوریې، کویټ او عراق دي.

بل لور ته فرانسوي چارواکو ویلي چې مانش کانال کې یې ۴ بېړۍ درولې دي چې ۴۴ کسان پکې سپاره ول.

د برتانیا د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي کسان دوور سیمې ته تر انتقالېدو وروسته د کډوالۍ چارو مسولینو ته سپارل شوي دي.

د برتانیا د کډوالۍ چارو ادارې ویلي چې نیول شوي کسان به د کورونا ویروس ازموینه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسوي چارواکو پرون دوشنبه مانش کانال کې ۱۹ مهاجر ژغورلي دي. شپږ کسان چې د بدن د حرارت درجه یې راټیټه شوې وه روغتون ته انتقال شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کانال کې ۱۹ مهاجر ژغورل شوي

دغه راز تېره شنبه د اپریل ۲۵مه د برتانیا سرحدي ځواکونو ۳۵ تنه نور مانش کانال کې نیولي وو.

فرانسوۍ ورځپاڼې لا ووا دو نورد د اپریل پر ۱۹مه رپوټ ورکړی و چې د روان کال له پیله د اپریل تر ۱۴مې پورې ۱۰۰۰ کسان له مانش کانال څخه ژغورل شوي چې د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې پرتله ۱۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

شپږ کسان د کالې په بندر کې موندل شوي

ورځپاڼه زیاتوي چې پرون سه شنبه فرانسوي چارواکو د کالې په بندر کې ۶ مهاجر موندلي چې د بدن د حرارت درجه یې راټیټه شوې وه. د فرانسې د کالې او مارک سیمو روغتیایي چارواکو موندل شویو مهاجرو ته روغتیایي مرستې برابرې کړې دي.

د پا دو کالې قومندانۍ ویلي چې دغه کسان، چې په ډله کې یې دوې ښځې هم دي، ایرانیان دي او د کالې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.

کالې کې مهاجرو پر سړک خنډونه جوړ کړي

بل پلو لا ووا دو نورد ورځپاڼه وایي چې پرون سه شنبه د سهار په ۱۱ و نیمو بجو مهاجرو د کالې پر لویې لارې د ونو په وسیله خنډونه جوړ کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې له څو اونیو راهیسې د دون په صنعتي سیمه کې وضعیت د مهاجرو او پولیسو ترمنځ ترینګلی شوی دی.

ورځپاڼې د پا دو کالې قومندانۍ له قوله ویلي چې «نږدې ۲۰ مهاجرو» غوښتل چې برتانیا ته ورتلونکو لاریو کې سپاره شي. یادې قومندانۍ زیاته کړې چې پولیسو دغه مهاجر له سیمې څخه ایستلي خو څوک یې نه دی نیولی دی.

 

نورې ليکنې