سن - ژیوست ودانی. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز
سن - ژیوست ودانی. کرېډېټ: ان دیاندرا لوارن، کډوال نیوز

د مارسي اداري محکمې د امر پر بنسټ پرون سه شنبه د سن ژیوست وداني ۳۶ کم سنه اوسېدونکو ته د مارسي او ارل په هوټلونو او یا ګډو کورونو کې سرپناوې برابرې شوې دي.

فرانسوۍ ورځپاڼې ۲۰ مینیوت د سن ژیوست ۵۹ ټولنې د رضاکارانو له قوله ویلي چې پرون سه شنبه د سن ژیوست وداني ۳۶ کم سنه اوسېدونکي د مارسۍ دیپارتمنتي شورا له خوا هوټلونو او یا ګډو کورونو ته انتقال شوي دي.

دغه کسان په ناقانونه توګه په سن ژیوست وداني کې اوسېدل.

تېره دوشنبه د مارسي اداري محکمې امر وکړ چې فرانسوي چارواکي د یادې وداني اوسېدونکو ته باید ډېر ژر سرپناه برابره کړي.

دغه ۳۶ کسان د مارسي او ارل سیمو هوټلونو او ګډو کورونو ته انتقال شوي دي. ورځپاڼې د یوې سرچینې له خولې ویلي چې یادو مهاجرو د کورونا ویروس ازموینه نه ده کړې ځکه چې د ناروغۍ نښې یې نه درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د ۵۰ ماشومانو په ګډون ۱۲۰ مهاجر په سن ژیوسن وداني کې شپه سبا کوي.

د سن ژیوست ۵۹ یوې رضاکارې ایزابل ورځپاڼې ته ویلي چې که څه هم له دغې پرېکړې څخه راضي ده، خو د ځینو مهاجرو  له یوه کال راهیسې سرپناه موندلو ته انتظار کاوه.

یادې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دیپارتمنتي ټولنې د مخنیوونکي اقداماتو څانګه د قرنطین له پیل راهیسې تړلې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې په لسګونو کم عمره کسان بېړني امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

ټاکل شوې چې د سن ژیوس ۵۹ ټولنې د کم سنه او بې سرپرسته مهاجرو د هرکلي ادارې نن چهارشنبه پرانیستل شي. خو یادې ادارې ته تر مراجعه کولو مخکې مهاجر باید د مرکې لپاره وخت واخلي.

 

نورې ليکنې