لوکزمبورګ د اپريل په نيمايي کي ۴۷ ماشوم مهاجر منلي ول
لوکزمبورګ د اپريل په نيمايي کي ۴۷ ماشوم مهاجر منلي ول

د فنلېنډ هيواد غواړي په راتلونکو اونيو کي له يونان څخه ۱۰۰ بې سرپرسته ماشوم مهاجر ومني او ورته په فنلاند کي ځای ورکړی.

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي فنلېنډ به آژه سمندر په ختيځ کی واقع يوناني ټاپوګانو څخه شاوخوا ۱۰۰ بې سرپرسته ماشوم مهاجر ومني. دا خبره د يونان د مهاجرت وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۳۰ مه نېټه) په اتن کي وکړه. بې سرپرسته ماشوم مهاجر هغو کسانو ته ويل کيږي چي عمرونه يې تر اتلسو کم وي او بېله د کورنۍ د کوم غړي يا مشر څخه مهاجر سوی وي.

د یونان ياد وزارت زیاته کړې ده چي فنلېنډ به له يادو مهاجر کمپونو څخه ۳۰ نور داسي بالغ مهاجر هم ومني چي د کورنۍ غړي يې تر مخه لا په فنلېنډ کې ژوند کوي.

له دې مخکي د اپريل مياشتي په منځ کي آلمان ۴۷ او لوکزمبورګ هم ۴۷ بې سرپرسته ماشوم مهاجر له يونان څخه منلي ول. د يونان د مهاجرت د وزارت په وينا په راتلونکو دوو اونيو کي به ۲۲ نور ماشوم مهاجر د سويس له خوا ومنل سي.

د اروپايي اتحاديې د يو پلان له مخي په پام کي نيول سوې چي شاوخوا ۱۶۰۰ ماشوم مهاجر له يونان څخه د اروپايي اتحادیې پر نورو غړو هيوادونو ووېشل سي. له دغو ماشوم مهاجرو څخه ۹۰ سلنه يې هلکان دي. د آژې په ختيځ کي واقع يوناني ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کې دمګړی شاوخوا ۳۸۵۰۰ مهاجر په کړکېچنو حالاتو کې ژوند کوي. د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان (UNHCR) په وينا په ياد شمېر مهاجرو کي شاوخوا ۳۶ سلنه يې ماشومان يا ژڼکيان دي.

 

نورې ليکنې