د بلجیم د استند سیمې ساحل. کرېډېټ: پیکسابي
د بلجیم د استند سیمې ساحل. کرېډېټ: پیکسابي

د بلجیم د شمالي بروژ سیمې محکمې پرون چهارشنبه وویل چې بریتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور یې ۶ کسان بنديان کړي دي. پولیسو دغه کسان د بلجیم په استند ساحل کې نیولي وو.

د بروژ محکمې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د دغو کسانو په ډله کې دوه عراقیان، دوه ایرانیان، یو افغان او یو پاکستانی شامل دي.

 دوی تېره چهارشنبه شپه (د اپریل ۲۲مه) وروسته له هغې ونیول شول چې د استند ځایي پولیسو د سیمې په ساحلي برخه کې د څو شکمنو کسانو د شتوالي په اړه اطلاع ترلاسه کړه. 

د هغوی له ډلې څخه دوو تنو یې د تښتېدو لپاره هڅه وکړه، خو پولیسو دوی ونیول.

چارواکو دغه راز درې موټرونه نیولي دي.

د محکمې څارنوال فرانک دېمیستر په حواله داسې ګومان کېږي چې دغه کسان «قاچاق وړونکي» دي او دا ځل یې غوښتل چې د شمالي سمندر له لارې مهاجر برتانیا ته قاچاق کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو کسانو په موټرونو کې یې دوه بادي بېړۍ، دوه موتورونه، د تېلو بشکه او نور شیان ترلاسه کړې دي.

ټاکل شوې چې د انساني قاچاقو په عملیاتو کې د دغو کسانو د ونډې په اړه پلټنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د جنورۍ میاشتې په پای کې بلجیمي پولیسو د فرانسې پولې ته نږدې لا پان ساحل کې یو افغان او ۵ ایرانیان ونیول. خو دوی هغه مهاجر ول چې غوښتل یې د قاچاق وړونکو په مرسته له مانش کانال څخه تېر شي. 

 

نورې ليکنې