کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

د فرانسې په بولونی- سور- مېر سیمه کې یو عراقی برتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور په ۶ میاشتې بند محکوم شوی دی.

د فرانسوۍ ورځپاڼې ووا دو نورد په حواله تېره پنجشنبه شپه د اپریل ۳مه فرانسوي پولیسو د فرانسې په ویسان سیمه کې یو ۲۲ کلن عراقی د انساني قاچاق په تور نیولی.

نوموړي یو میني بس چلاوه چې ۶ تنه نور هم پکې سپاره ول.

پولیسو میني بس کې یوه بادي بېړۍ، د بېړۍ ماشین، د بېړۍ چلولو شټرینګ او ریموټ کنټرول، د ژغورنې واسکټونه، د تېلو ‌بشکې او یو ټېلېفون هم موندلي دي.

د ورځپاڼې په حواله یاد موټر چلوونکی یو ۲۲ کلن عراقی و چې له څو مودې راهیسې یې د ګراند – سنت په ځنګل کې ژوند کاوه.

پولیسو دغه سړی لومړی نظارت خونې ته انتقال کړی.

د ده په تېلېفون کې د ثبت شویو معلوماتو پر اساس هغه په تېرو څو میاشتو کې د دنکرک او بولونی – سور – مېر ترمنځ زیات سفرونه کړي دي.

نوموړي محکمې ته ویلي: «ما د کردانو له یوې [قاچاقي] ډلې څخه کار کاوه. غوښتل مې چې برتانیا ته لاړ شم. رېښتیا خبره دا ده چې [له مانش کانال څخه] د تېرېدو لپاره ما سره پیسې نه شته. نو ځکه له هغوی سره کار کوم.»

۶ میاشتې بند

د بولونی – سور – مېر محکمې دغه سړی قاچاقي فعالیتونو کې د ونډه اخیستو په جرم په ۶ میاشتې بند محکوم کړی.

همدارنګه هغه د ۳ کلونو لپاره فرانسې ته له وتلو څخه محروم شوی دی.

دا په داسې حال کې چې د اپریل پر ۲۴مه یو ۳۸ کلن عراقی ویمرو سیمه کې ونیول شو. داسې ګومان کېده چې نوموړي کډوال ساحل ته انتقال کړي. خو محکمې یاد کس برائت ورکړی.  

 

نورې ليکنې