آلمان به د يونان له اندازې زياتو ډکو مهاجر کمپونو څخه منل سوي ۴۷ ماشوم مهاجر په خپلو بيلو ايالتونو وويشي.
د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي به آلمان هغه ۴۷ ماشوم مهاجر چي د يونان له مهاجرکمپونو څخه يې منلي ول، د می مياشتي په لومړۍ نېټه بيلو ايالتونو ته ولېږدوي. دا خبره د آلمان د کورنيو چارو وزير هورسټ زېهوفر د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۹مه نېټه) په برلين کي وکړه.
تر اندازې له ډکو يوناني مهاجر کمپونو څخه ۴۲ ماشوم او ۵ ژڼکي يا ځوان مهاجر شاوخوا لس ورځي مخکي د آلمان هانوور هوايي ډګر ته رسيدلي ول. دغه مهاجر کرونا د حفاظتي تدابيرو په ترڅ کي د دوو اونيو له پاره په کوز زاکسن ايالت کي په قرنطېن کي وخت تېروي.
د معلوماتو له مخي به له يادو بې سرپرسته مهاجرو څخه ۱۸ په آلمان کي مېشت د هغوی خپلوانو ته وسپارل سي. له دغو ۱۸ څخه به څلور بادن ويورتمبېرګ، دوه نارد راين وېستفالن، دوه بايرن، دوه شليسويګ هولشتاين، دوه زاکسن انهالټ او شپږ و هيسن ايالت ته د هغوی خپلوانو ته ولېږدول سي.
پاته هغه ماشوم مهاجر چي په آلمان کي خپلوان نه لري، هغوی به د کوز زاکسن په ايالت کي پاته وي او ورڅخه ۸ به يې برلين او ۸ به يې په هامبورګ کي ځای پرځای کړل سي.
د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند سياستوال او د کورنيو چارو وزير زېهوفر تر مشرۍ لاندي دغه وزارت ويلي دي چي کاتوليکي او پروتستانت کليساؤ چمتووالی ښودلی چي د دغو مهاجر ماشومانو سره به د ورځني ژوند په کارونو کي د مراقبت له لاري مرسته کوي.
دغو ۴۷ ماشوم مهاجرو تر مخه د يونان په ليسبوس، ساموس او کيوس ټاپوګانو کي په مهاجر کمپونو کي ژوند کاوه. د هغوی تړاو د افغانستان، سوريې او ايريتريا سره دی. آلمان غواړي چي په ټوليزه توګه ۳۵۰ کم عمره مهاجر له يونان څخه ومني.