په ويانا کي د مهاجرو په ملاتړ احتجاج
په ويانا کي د مهاجرو په ملاتړ احتجاج

اتريش د کرونا ویرس په بحران کي د کډوالۍ په هکله لا سخت دريځ پر مخ بيايي. دغه هيواد حتی د ښه مدغم سوو پناه غوښتونکو د شړلو پاليسي ټينګه نيولې.

ظفر نجاتي ۲۸ کلن افغان دی او د هزاره قوم سره تړاو لري. هغه د تېرکال (۲۰۱۹) کال له اګست راهيسي له اتريشي چارواکو څخه پټ ژوند کوي. هغه په دوامداره توګه په بيره کي وي چي داسي نه چي چارواکي يې پيدا کړي او جګړه ځپلي هيواد افغانستان ته يې بېرته ولېږي. هغه د يوې بلي افغاني کورنۍ سره په ترحم مربوط دی چي ده ته يې ځای ورکړی.

نجاتي (مستعار نوم) په ۲۰۱۵ کال اتريش مهاجر سو او ډېر ژر يې آلماني ژبه زده کړه او د مريضانو د مراقبت کوونکي د مرستيالۍ کورس يې ولوست. هغه د موټر چلولو لايسنس هم ترلاسه کړ.

نجاتي د پناه غوښتنې په خپله دوسيه کي ويلي چي په يوه سيميزه روغتون کي يې کار کاوه چي طالبانو چل ورته جوړ کړ چي په ده خپل يو ژوبل سوی ملګری درملنه کړي. د نجاتي په وينا خو د طالبانو دغه ټپي جنګيالی ومړ او طالبانو د ده تعقيب پېل کړ او له بل اړخه د روغتون همکارانو هم د ده تلاښ کاوه ځکه چي د طالبانو سره يې مرسته کړې وه. د نجاتي په وينا همدا وجه وه چي قاچاق وړونکي ته يې پيسې ورکړې چي اروپا ته يې ورسوي او هغه و اتريش ته راوست.

ظفر نجاتي د ۲۰۱۹ کال په اګست کي په ويانا کي په کور دننه د مريضانو د مراقبت يو محدود کار پيدا کړ او کار يې پېل کړ. خو په همدغه وخت کي د ظفر نجاتي د پناه غوښتنه د دويم ځل له پاره هم رده کړل سوه. ظهر نجاتي وايي چي ځکه بيا رد سو چي قاضي يې پر داستان باور نه کاوه.

نجاتي د مريضانو د مراقبت تجربه لري چي د په زياته د کرونا په بحران کي په اتريش کي د دا ډول مسلکونو زياته اړتيا سته. دا ځکه چي زيات شمېر د ختيځي اروپا مسلکيان چي اتريش ته د زړو انسانانو د مراقبت د کار له پاره راځي، د کويد ۱۹ له کبله نه سي کولای چي اتريش ته راسي. خو ظفر نجاتي چي يو رد سوی مهاجر دی، اجازه نه لري چي کار وکړي.

د ظفر نجاتي په وينا دوه ځله چارواکي هغه اپارتمان ته ورغلي چيري چي هغه پخوا ژوند کاوه. نجاتي په دوامداره توګه د دې ويري سره ژوند کوي چي چارواکي به يې ومومي او افغانستان ته به يې اخراج کړي. له اخراج څخه مخکي اړونده په اخراج مکلف مهاجر د  تيرول ايالت د کيڅبيوهل په سيمه کي واقع د اخراج کمپ ته استول کيږي. دغه سيمه غرنۍ ده او له ښارونو څخه ليري پرته ده. د «عادلې پناه غوښتنه» په نوم مرستندويه سازمان فعاله دورو بلانکه وايي چي چارواکي په قصد سره دغه مهاجر له آباديو څخه ليري په دغه کمپ کي ساتي تر څو هغوی په رواني توګه کمزوره کړي چي د اخراج پر اسنادو لاسليک وکړي.

سنجول سوی سياست

له ۲۰۱۵ کال راهيسي شاوخوا ۱۹۴ زرو انسانانو د پناه غوښتنه کړې چی ورڅخه څلورمه برخه يې افغانان دي. د تېر مېلادي کال د جنورۍ او اکتوبر مياشتي تر منځ له اتريش څخه په ټوليزه توګه ۴۴۵۸ رد سوي مهاجر اخراج کړل سول چي پکښي ۲۳۵ يې افغانان ول.

په اتريش کي د افغان پناه غوښتونکو څخه اوسطا ۴۵ سلنه يې مثبت جواب ترلاسه کوي. خو دا چي له رد سوو څخه ولي نسبتا کم شمېر يې اخراج سوي وجه يې د مهاجرو د ملاتړ د فعالې بلانکه په وينا دا ده چي «هغه مهاجر چي د دريم ځل له پاره منفي جواب تر لاسه کړي، نو هغوی ايټاليې يا فرانسې ته تښتي او يا ځانونه پټوي

بلانکه دې حقيقت ته ګوته نيسي چي د تير کال په سپتمبر مياشت کي د اتريش په پارلماني ټاکنو کي د خلکو ګوند (ÖVP) د ښې اړخي آزادۍ ګوند له ناهيله سوو ملاتړو څخه ۲۵۰ زره رايي ترلاسه کړې. د بلانکه په وينا د رايو ګټونکی ګوند اوس هڅه کوي چي خپل نوي رايه ورکوونکي ښې اړخي خوشال وساتي او له دې کبله يې د پناه غوښتونکو په وړاندي سخته پاليسي خپله کړې ده، په زياته د زرغون ګوند سره په ائتلافي حکومت کي.

د بلانکه په وينا په اتريش کي يو شمېر پوپوليستي يا عوامپال سياستوال او رسنۍ هڅه کوي چي مهاجر د مجرمانو، جنسي تيری کوونکو، د چاقو بريد کوونکو او د مخدره توکونو سره اړيکه لرونکو کسانو په توګه معرفي کړي.

بلانکه وايي چي د اتريش د کورنيو چارو وزارت تور لګوي چي ګواکي افغانانو زيات جرمونه کړي دي. د هغې په وينا البته دغه جرمونه په اصل کي په زياتو مواردو کي وړې سرغړونې هم دي لکه په پارک کي د چرسو څکول يا دې ته ورته. د هغې په وينا دا ډول سرغړونې پخپله د اتريشيانو له خوا هم تر سره کيږي. خو کله چي افغانان اخراجيږي نو بيا ويل کيږي چي ګواکي مجرمين يې اخراج کړل او په دې ټوګه داسي تاثر پيدا کيږي لکه ټول دغه مهاجر چي جنسي تيری کوونکي وي.

بلانکه چي د کومو افغانانو سره مرسته کړېده په وینا يې هغوی ټولو د ظفر نجاتي په شان د «الماني زده کړې او مهارت زده کولو لپاره لویې هڅې وکړېد هغې په وينا چي «دا هلکان به کار وکړي ، مالیه به ورکړي او د اتریش راتلونکی بهترين اتباع به وګرځيبلانکه زياتي چي البته سياستوال بيريږي چي که دغو مهاجرو ته د پاته کېدو اجازه ورکړي نو ښايي نور مهاجر د دوی لاره تعقيب کړي او اتريش ته مخه وکړي.

دمګړی د کرونا د بحران له کبله د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه د مهاجرو اخراج ناممکن دی. خو دا خبره د نجاتي له پاره کوم ښه خبر ځکه نه دی ځکه چي په پټه په اتريش کي ژوند کول هغه مات کړی دی. د نجاتي خپل کار ارمان دی او غواړي چي خامخا بيا کار وکړي.

ليکونکې: کيم ترېل (ويانا)

د خپرېدو لومړۍ نېټه: د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۵مه نېټه

د چاپ ټول حقونه د آلمان ږغ سره محفوظ دي.

 

نورې ليکنې