د ۲۰۲۰ د مارچ ۵مه: یونانی سرتېری د اوروس سیمې په ماراسیا کلي کې ګزمه کوي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدېس
د ۲۰۲۰ د مارچ ۵مه: یونانی سرتېری د اوروس سیمې په ماراسیا کلي کې ګزمه کوي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدېس

د رپوټونو په حواله د اپریل پر ۲۸مه د یونان او ترکیې په ګډه پوله یو ترکي سرتېري د یونان او جرمني پر سرحدي پوله ساتونکو ډزې کړې دي. پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

المانۍ ورځپاڼې شپیګل د اروپا د پولې ساتنې ادارې یا فرانتکس د یو سند له مخې رپوټ ورکړی چې پېښه تېره سه شنبه د مازدیګر له خوا رامنځ ته شوې خو څوک پکې ټپی شوی نه دی. 

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دې خبر په تاییدولو سره زیاته کړې چې د اپریل پر ۲۸مه د مازدیګر په ۷ بجو او ۱۴ دقیقو یو ترکي سرتېري پر جرمني ځواکونو ډزې کړې دي. 

یاد جرمني افسران د فرانتکس ماموریت هغه غړي دي چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې له نږدې ۸۰ نورو افسرانو سره اوروس پوله کې دنده ترسره کوي.

د شپیګل په حواله جرمني سرتېرو د ترکیې له خوا د ډزو په اورېدو سره د ځان پټولو لپاره هڅې وکړې. د جرمني پولې ساتونکو بیا د دوربین په وسیله یو ترکی سرتېری لیدلی چې پر دوی ډزې کوي.

فرانتکس زیاته کړې چې د پېښې ټول جزییات له یوناني چارواکو سره دي.

تر دې دمه د ترکیې حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي.

یونان ته به نور سرتېري واستول شي

د یونان د ځایي رسنیو په حواله له دغې پېښې وروسته د یونان کډوالۍ چارو وزارت مرستیال جورج کوموتساکوس د فرانتکس مشر فابریس لګري سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې د فرانتکس ماموریت په چوکاټ کې باید نور سرتېري هم یونان ته واستول شي، ځکه چې په اوړي کې له ترکیې څخه یونان ته د ورتلونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

جرمني له څو کلونو راهیسې فرانتکس ماموریت کې ونډه لري. د یاد هیواد سرتېري په معموله توګه هغه فدرالي افسران دي چې پوله کې له یوناني چارواکو سره ګډ فعالیت کوي. تر تېرې مارچ میاشتې پورې د فرانتکس ماموریت په چوکات کې ۶۰ جرمني افسران فعالیت کاوه.

د مارچ میاشت په لومړیو ورځو کې جرمني د یونان د غوښتنې پر بنسټ یوه چورلکه او ۲۰ سرتېري یونان ته واستول چې له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو څپې مخه ونیسي.

د ترکیې او فرانتکس ترمنځ اړیکې د اپریل میاشتې په پای کې د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته ترینګلې شوې دي.

 

نورې ليکنې