له ارشیف څخه: افغان مهاجر ایران کې د کورونا د خپرېدو له کبله افغانستان ته د ستنېدو په حال. کرېډېت: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه: افغان مهاجر ایران کې د کورونا د خپرېدو له کبله افغانستان ته د ستنېدو په حال. کرېډېت: پېکچر الاینز

افغان حکومت وایي چې هریرود سیند ته د ایراني پوله ساتونکو له خوا د افغان مهاجرو د یوې ډلې د غورځولو پېښې په اړه پلټنې کوي.

د ځایي رسنیو په حواله پېښه تېره جمعه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې په لسګونو افغان مهاجرو له هرات ولایت څخه ایران ته د غیرقانوني ورتګ لپاره هڅه وکړه.   

تېره یکشنبه د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وویل چې له پېښې د ژوندي پاتې شاهدانو سره یې خبرې کړې دي. دغو کسانو ویلي چې ایراني پوله ساتونکو دوی وهلي او شکنجه یې کړي دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «مهاجر دې ته اړ شوي چې له هریرود سیند څخه تېر شي. ځینې کسان ډوب شوي او ځینې کسان ژوندي پاتې دي.»

د افغانستان حکومت تېره شنبه اعلان وکړ چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت به د پېښې په اړه څېړنه کوي. د افغانستان حکومت یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ژوند پاتوې کسانو په حواله  ۷ مهاجر مړه شوي او ۳۰ تنه نور لادرک دي.

بل پلو هرات کې د ایران کنسولګرۍ دا خبره رد کړې او زیاته یې کړې چې سیمه کې افغان مهاجر نه دی نیول شوی.

په همدې حال کې ایران پلازمېنه تهران کې د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې د یوې داسې پېښې په اړه خبرې وکړې چې «افغان خاوره کې رامنځ ته شوې».

خبرپاڼه کې راغلي: «ایراني پوله ساتونکو دا خبره رد کړې چې هر هغه څه چې له دې پېښې سره تړاو لري د ایران په خاوره کې ترسره شوي وي.»

یاد وزارت زیاتوي چې د افغان «چارواکو په همکارۍ» یې د یادې ادعا په اړه څېړنه کړې ده. خو په دې هکله یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په حواله نږدې ۳،۵ میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

ایران کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې په لسګونو زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو د یادې وبا پر ضد د اقداماتو د کمېدو له امله نن سبا زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې بېرته ایران ته ولاړ شي.

 

نورې ليکنې