پرون یکشنبه د مې ۳مه نږدې ۴۰۰ مهاجر د یونان مرکزي سیمو ته انتقال شوي. کرېډېټ: رویترز
پرون یکشنبه د مې ۳مه نږدې ۴۰۰ مهاجر د یونان مرکزي سیمو ته انتقال شوي. کرېډېټ: رویترز

د رپوټونو په حواله پرون یکشنبه د مې میاشتې ۴مه په سلګونو پناه غوښتونکي وروسته له هغې د موریا کمپ مخ ته راغونډ شول چې چارواکو وویل له دغه کمپ څخه ۳۹۲ مرکزي یونان ته انتقالوي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې ځایي سرچینې له قوله وایي چې ټاکل شوې وه د «زیان منونکو» کسانو یوه ۱۴۲ او یوه ۲۵۶ کسیزه ډله په کښتیو کې اټن ته نږدې پیرې سیمه کې انتقال شي.

د تېرې مارچ پر ۲۳مه د موریا کمپ له قرنطین راهیسې دا لومړی ځل دی چې دومره کسان له لېسبوس څخه مرکزي یونان ته لېږدول کېږي.  

د مارچ پر ۲۰مه یوناني چارواکو ۶۰۰ کسان له ټاپوګانو څخه انتقال کړي وو.

د یونان په ۵ ټاپوګانو او په ځانګړې توګه لېسبوس کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی یوه شخړېزه موضوع ده.

دغو کمپونو کې ټولټال ۳۷۰۰۰ کسان په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي، په داسې حال کې یاد پنډغالی یوازې د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

موریا کمپ کې چې «ځنګل» نومېږي د مهاجرو شمېر ۱۹۳۰۰ تنو ته رسېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د یونان په موریا کمپ کې د مهاجرو د ژوند خراب وضعیت: دوه کسان په ډزو ټپیان شوي

د یونان حکومت زیاته کړې چې د دغو ۳۹۲ کسانو پرته به په راتلونکو اونیو کې ۲۰۰۰ نور مهاجر هم مرکزي یونان ته انتقالوي.

بل پلو د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې نوتیس میتاراچي ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېو میاشتو کې ۱۰ زره کسان له ټاپوګانو څخه مرکزي یونان ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د بشري حقونو مدافع بنسټونه لکه د بشري حقونو څار سازمان له یونان څخه غوښتي چې د روغتیایي کړکېچ د مخنیوي لپاره کمپونو کې باید د مهاجرو شمېر کم کړي.

ښاغلي میتاراچی پرون یکشنبه موریا کمپ کې د یو روغتیایي مرکز د پرانیستو په خاطر لېسبوس ته تللی و. ټاکل شوې چې دغه مرکز کې د کډوالو د کورونا ویروس ازموینې ترسره شي.

له دې وړاندې د یونان په دوو کمپونو او یو هوټل کې په مهاجرو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې لیدل شوې وې. خو تر دې دمه د یونان په ټاپوګانو کې د کورونا ویروس کومه پېښه ثبت شوې نه ده.

 

نورې ليکنې