کرېډېټ: د فرانسې د شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د فرانسې د شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼه

د کورونا ویروس کړکېچ او د سمندري سفر د ګواښونو سربېره د مانش کانال له لارې لا هم مهاجر برتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. د برتانیا د کډوالو چارو ادارې ویلي چې یاد کانال کې یې پرون ۴۹ مهاجر نیولي. بل پلو فرانسوي چارواکو ویلي چې د دنکرک ساحلي اوبو کې یې ۱۳ مهاجر ژغورلي دي.

د برتانیا د کډوالو چارو اداره وایي چې د یکشنبې ورځې په سهار کې یې په درېو بېړیو کې سپاره ۴۹ مهاجر نیولي دي.

دغه کسان چې په ډله کې یې ۶ ښځې هم دي د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د کنت ساحل په لور روان ول. د هغوی هویت او روغتیایي وضعیت تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

د کډوالۍ چارو ادارې زیاته کړې چې د مهاجرت چارواکي له یادو کسانو سره مرکه کوي.

بل پلو رسنیو د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فیلپ له قوله رپوټ ورکړی چې برتانیا هڅه کوي «هغه ډلې له منځه یوسي چې په انساني قاچاقو بوخت دي».

د نوموړي په حواله دغه کسان د مانش کانال له لارې د زیان منونکو سړیو، ښځو او ماشومانو په قاچاقولو سره له هغوی څخه ناوړه ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیرې پریتي پاتل تېره اونۍ له خپلو فرانسوي سیالو سره له مانش کانال څخه د کډوالو د تېرېدو او دغه راز فرانسې ته د هغوی د بېرته اخراجولو په اړه خبرې کړې دي.

د روان میلادي کال تر دې دمه پورې تر ۱۰ ډېر قاچاق وړونکي د مانش کانال له لارې د کډوالو د قاچاقولو په جرم په بند محکوم شوي دي.

بولونی سور مېر او دنکرک کې په لسګونه مهاجر ژغورل شوي

بل پلو نن دوشنبه د فرانسې د شمالي سمندر قومندانۍ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د ملي سمندري ځواکونو یوې ګزمه کوونکې کښتۍ د ګرې – نې د نظارت او همغږۍ مرکز په همکارۍ د بولونی سور مېر په ساحلي اوبو کې د کډوالو دوه بېړۍ ژغورلې دي.

لومړۍ بېړۍ کې د ۲ ښځو او ۶ ماشومانو په ګډون ۱۶ مهاجر او دویمه بېړۍ کې د ۴ ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۱ کسان سپاره ول. 

دا په داسې حال کې ده چې پرون یکشنبه د مې ۳مه د فرانسې ساحلي ځواکونو دنکرک ساحلي اوبو کې  ۱۳ مهاجر ژغورلي وو. د دغو کسانو بېړۍ له کاره لوېدلې وه.  

د فرانسوۍ رسنیو په حواله د ورځې په ۶ بجو او ۵۰ دقیقو کښتۍ کې سپرو مهاجرو د ګرې- ني د ژغورنې او نظارت سیمه ییز مرکز سره په تماس نیولو سره ویلي چې بېړۍ یې له کاره لوېدلې او دوی مرستې ته اړتیا لري.

ژغورونکو دغه کسان ګریولین سیمې ته انتقال کړي او ملي پولیسو ته یې سپارلي دي.

د فرانسې د سمندري ځواکونو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې د دغو مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه بللی دی.

کالې کې د ژغورونکو بېړۍ غلا شوې

بل پلو فرانسوۍ ورځپاڼې ۲۰ مینیوت په یو رپوټ کې ویلي چې د مارچ له ۱۶مه د اپریل تر ۲۹مه پورې درې ځله سمندر کې د ژغورنې د ملي ټولنې د زدکړو مرکز بېړۍ غلا شوې دي.  

تېره مارچ میاشت ځینو کسانو دغه مرکز ته په ننوتلو سره د بېړۍ یو ماشین غلا کړی او بیا تښتېدلي وو. خو پولیسو دغه کسان نیولي او بېړۍ یې بېرته ترلاسه کړې ده.  

بل پلو پولیسو د اپریل پر ۱۱مه د یو کس په موبایل کې د هغو بېړیو انځورونه موندلي چې پر انټرنټ خپور شوي وو.  

 چارواکو ویلي چې دغه کس اقرار کړی چې ځینې بېړۍ یې غلا کړې او پر هغو کډوالو یې پلورلې چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ولاړ شي. 

 

نورې ليکنې