مهاجر په ډنمارک کې. کرېډېټ: ایماګو، دين پېکچرز، اف. جي. دین
مهاجر په ډنمارک کې. کرېډېټ: ایماګو، دين پېکچرز، اف. جي. دین

د ډنمارک د کډوالو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې ۲۰۱۹ کال کې له دغه هیواد څخه د ستنو شویو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، په داسې حال کې چې لږ شمېر کسانو ډنمارک کې د پناه غوښتنه کړې.

له ۲۰۱۱ کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې د ستنو شويو مهاجرو شمېر کې زیاتوالی راځي، خو د پناه غوښتونکو شمېر کمېږي.

د ډنمارک د کډوالو چارو وزیر ماتیاس تېسفای پرون دوشنبه د مې ۴مه وویل چې «کله چې ممکن وي، دا یوه طبیعي خبره ده چې کډوال بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. زه خوشاله یم چې موږ د ضرورت په وخت کې مهاجرو ته پناه ورکولی شو. خو کله چې څوک خپل هیواد ستنېږي، زه خوشاله کېږم.»

ډنمارک ته د مهاجرو شمېر له ۲۰۱۵ راهیسې مخ په کمېدو دی. تېر کال ۷۳۰ تنه له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

د ډنمارک د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې له دغه هیواد څخه ستانه شوي کسان سومالیایان، سوریایان، عراقیان او بوسنیایان دي. خو د اریتریا، ایران او افغانستان اتباعو دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

بل پلو د ډنمارک د مهاجرو شورا غړې اوا سېنګر ویلي چې دغه هیواد کې د کډوالو د شمېر کموالی د ډنمارک د کډوالۍ سیاست سره نه بلکې له دې سره تړاو لري چې د ترکیې د پولو د تړل کېدو له امله لږ کسان توانېدلي چې اروپایي ټولنې ته داخل شي.

د دنمارک نوی حکومت له سوسیال ډموکراتانو څخه جوړ شوی چې د پخواني ښې اړخې ګوند پرتله نرم خو قاطع دریځ لري.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال تر ۱ میلیون ډېر کسان اروپایي ټولنې ته داخل شول. دغه راز د افریقایي، اسیایي او یا د منځني ختیځ زیاتو اوسېدونکو ځانونه د اروپا شمالي هیوادونو ته ورسول.

په زرګونو نورو کسانو هم د ډنمارک له لارې ځانونه سویډن ته ورسول چې په ۲۰۱۵ کې یې ۱۶۳ زره مهاجر منلي وو.

 

نورې ليکنې