کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

د برلین ښار په یوه مرکز کې نږدې لس افغان او ایراني رضاکاره مهاجر ماسکونه جوړوي او په وړیا ډول یې پر خلکو وېشي. دوی وایي چې غواړي د جرمني له خلکو سره مرسته وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د ۴۵ کلنې مهاجرې جمیلې احمدي له قوله وایي چې هر څوک باید خپله هڅه وکړي. نوموړې زیاتوي: «المان له موږ سره مرسته کوي نو اوس موږ باید له خلکو سره مرسته وکړو.» جمیله د خیاطۍ په یوه ورکشاپ کې هره ورځ نږدې ۵۰ ماسکونه ګنډي.

د دغه مرکز نه بهر چې د برلین د لوېدیځې سپاندو سیمه کې موقعیت لري خلک د ماسکونو د لاس ته راوړلو په هیله په لیکو کې ولاړ دي.

له دوشنبې راهیسې د المان په عامه ترانسپورت او په دوکانونو کې ماسک اغوستل جبري شوي دي.

المان کې تر دې دمه د کورونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶۰۰۰ کسانو ته رسېږي. خو اوس د انګلا مېرکل حکومت غواړي چې د دې ویروس پر وړاندې لګول شوي تدابیر نرم کړي.

د ادغام زمینه 

کورونا ویروس ګڼو مهاجرو ته دا چانس ورکړی چې له کوربه هیوادونو لکه آلمان سره نږدې شي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ تر یو میلیون ډېر سوریایي، افغان او عراقي مهاجر المان ته داخل شوي. 

د اسپاندو پروژې مسولې افسانې افرازي کتابي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د دغه کار په مرسته دوی له خپل چاپېریال سره اړیکه ټینګوي، الماني ژبه زده کوي او المانۍ ټولنه کې ادغامېږي. دغه ۳۶ کلنه ایرانۍ زیاتوي: «اوس ډېر کسان کولی شي چې خپل مهارتونه وښيي... او پر ځان باور زیات کړي.»

بل لورته د یو انټرنټي سایټ مسول توماس نوپن چې رضاکارو مهاجرو ته د کار زمینه برابروي وایي چې دغه کسان غواړي له خپل کوربه هیواد سره مرسته وکړي. د نوموړي په خبره ډیری مهاجر  خیریه کار ته د یوې «فرهنګي» سرمایې په توګه پېژني.

په ۲۰۱۸ کال کې د دې سایټ له جوړېدو راهیسې نږدې ۵۰۰ مهاجرو ځانونه نوماندان کړي دي. ټاکل شوې چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره سایټ کې یوه نوې برخه هم جوړه شي.

متقابله مرسته 

بل پلو د برلین په ختیځه اوبرشونواید کې ۳۱ کلن سوریایی کډوالو عبدالرحیم الخطاب له خپلو دوو ملګرو سره غواړي چې د سودا اخیستلو په برخه کې  له کورنیو سره مرسته وکړي. دوی چې له ۵ کلونو راهیسې المان کې اوسېږي تر دې دمخه نورو مهاجرو ته جامې او خواړه برابرې کړې دي. الخطاب دا تجربه ډېره مهمه بولي.

دغه راز د المان په شوونبرګ سیمه کې ۳۲ کلنه ملکه جزمتي په خپل رستورانت کې د سوپرمارکېټونو کارکونکو ته وړیا خواړه پخوي.

نوموړې چې له ۲۰۱۵ راهیسې برلین کې اوسېږي، وایي: «دوی په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي او تر ډېر فشار لاندې دي. زه غواړم چې د هغوی [د کار او زیار] په بدل کې دوی ته یو څه ورکړم.» 

 

نورې ليکنې