انځور له رویترز څخه
انځور له رویترز څخه

پرون سه شنبه د مې میاشتې ۵مه د فرانسې په ایل دو فرانس سیمه کې د پناه غوښتنو د راجسټرولو لړۍ بیا پیل شوه. خو اوس یوازې هغه پناه غوښتونکي خپلې دوسیې راجسټرولی شي چې د «زیان منونکو» کسانو په توګه پېژندل کېږي. د پناه غوښتنې نورې ادارې به په راتلونکو اونیو کې پرانیستل شي.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې پرون سه شنبه د مې ۵مه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «د پناه غوښتنې د راجسټرولو پروسه د مرکې وخت د ترلاسه کولو په شرط کې پیل کېږي.»

فرانسه کې د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو له امله تېره مارچ میاشت د پناه غوښتنو د راجسټرولو لړۍ وځنډول شوه. همدارنګه د فرانسې حکومت د قومندانیو د پناه غوښتنو د راجسټرولو غرفو د تړل کېدو له امله د دوسیو د ارزولو کار ځندولی و.

د دولت شورا پرېکړه

د اپریل پر ۲۱مه د سازمانونو یوې ډلې د پاریس اداري محکمې ته د دولت د دې پرېکړې پر وړاندې شکایت ثبت کړی و. د دولت شورا د اپریل پر ۳۰مه د پناه غوښتنو د ثبتولو لړۍ د بیا پرانیستو امر وکړ.

د قاضي په حکم کې راغلي: «د فرانس د کورنیو چارو وزارت دې د دغه امر د ترلاسه کولو ۵ ورځې وروسته او د روغتیایي شرایطو په پام کې نیولو سره د پناه غوښتنو د راجسټرولو پروسه ، په ځانګړې توګه د هغو کسانو غوښتنې چې زیان منونکي دي، پرانیزي.»

محکمې دغه راز د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي ته امر وکړ چې د پناه غوښتنو د ثبتولو ټېلېفوني پلټفورم دې پرانیزي.

 زیان منونکي کسان لومړیتوب لري

د اوفي ادارې مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي: «پلټفورم نن پرانیستل شو.» خو که دې شمېرې ته زنګ ووهو، اورو چې «د پناه غوښتنو د ثبتولو فعالیت د لنډې مودې لپاره ځنډول شوی دی.»

ښاغلی لشي په دې اړه وایي: «موږ له هغو کسانو سره تماس نیسو چې د سپادا (ایل دو فرانس کې د پناه غوښتونکو د هرکلي څانګه) له لارې معرفي شوي، په ځانګړې توګه زیان منونکي کسان. دوی بیا د پناه غوښتنو د ثبت غرفې یا ګودا ته استول کېږي چې سبا (د اپریل ۶مه) به یې کار پیل کېږي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پناه غوښتونکي: فرانسه کې د کورونا ویروس له کبله اداري چارې ځنډول شوې

خو دولت اوس یوازې د زیان منونکو کسانو (ښځو، کورنیو، معلولانو او...) کسانو د پناه غوښتنې راجسټروي.

دغه کسان  تر دې دمخه د پناه غوښتنو د راجسټرولو غرفو یا ګودا سره د مرکې وخت ترلاسه کړی و. خو ګودا سره یې مرکې د پناه غوښتنو ادارې د تړل کېدو له امله ځنډول شوې وې.

بل پلو سازمانونه وایي چې دغه مهاجر د هرکلي په بېړنیو مراکزو کې اوسېږي. خو ځینې کسان په سړکونو کې شپه سبا کوي.

ادارې به ورو ورو پرانیستل شي

د ښاغلي لشي په حواله د چهارشنبې په ورځ (د مې ۶مه) ۷۰ کسان د پاریس له ګودا غرفو سره د مرکې وخت ترلاسه کړی دی. په عادي وختونو کې په ورځ کې ۳۰۰ کسان د مرکې لپاره ګودا ته مراجعه کوي.

خو د ایل دو فرانس سپادا په منظمه توګه کار نه کوي. د پاریس سپادا د مې د ۱۱مې نېټې مخکې نه پرانیستل کېږي.

 د فرانس تغ دزیل ادارې مشر پیر هانري وایي: «د مې په ۱۱مه موږ هره ورځ د ۱۳ تر ۲۰ کسانو هرکلی کوو، خو تر دې مخکې مو په ورځ کې د ۸۰ پناه غوښتونکو هرکلی کاوه. فعالیتونه ورو ورو پیل کېږي.»

 

نورې ليکنې