لا روشل سیمه کې د سمندري ژغورنې ټولنې کارکوونکي. کرېډېټ: SauveteursenMer.jpeg@
لا روشل سیمه کې د سمندري ژغورنې ټولنې کارکوونکي. کرېډېټ: SauveteursenMer.jpeg@

له مارچ میاشتې راهیسې د فرانسې په کاله ښار کې د سمندري ژغورنې ملي ټولنې په مراکزو کې د غلا درې پېښې رامنځ ته شوې دي. تر دې دمخه یادې ټولنې د غلا شوېو بېړیو انځورونه د پلورلو لپاره پر انټرنټ خپاره کړي وو. یوه بېړۍ د بریتانیا په یو ساحل کې وموندل شوه.

د تېرې اپریل میاشتې پر ۱۷مه د کالې د سمندري ژغورنې د ملي ټولنې کارکوونکو د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې خپله بېړۍ وموندله. دا بېړۍ څو اونۍ مخکې غلا شوې وه.

د اپریل پر ۱۷مه یادو ژغورونکو د فرانسې په ګرې – نې دماغه کې د ۸ ماشومانو په ګډون نږدې ۱۵ کسان ژغورلي وو. بېړۍ کې هغه کسان سپاره ول چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کالې د سمندري ژغورنې په ملي ټولنه کې  – چې هره اونۍ مانش کې په لسګونو کډوال ژغوري – د غلا درې پېښې رامنځ ته شوې. د غلا شویو اموالو ارزښت ۵۰۰۰۰ یورو اټکل شوی دی.

پولیسو ویلي چې د پېښو په اړه څېړنه کوي. دوی زیاته کړې چې پر قاچاق وړونکو د غلا شک لري.

له کالې څخه غلا شوې بېړۍ دوور کې موندل شوې

د مارچ په ۱۶مه د یادې ټولنې له هنګر څخه د یو موټور تر غلا کېدو وروسته پولیسو له درېو داسې کسانو سره مخ کېږي چې یوه لارۍ کې د یو موټور او د پاروګانو د پټولو په حال کې دي. دغه کسان له پولیسو څخه تېښتي خو پولیسو غلا شوي وسایل ضبطوي.

د اپریل پر ۱۱مه د یادې ټولنې په یو بل مرکز کې پنځه نورې بېړۍ غلا کېږي. پولیسو د بېړیو د غلا په اړه ژغورونکو ته خبر ورکوي. دغه راز دوی یو داسې کس نیسي چې په موبایل کې یې د بېړیو انځورونه شته. یاد انځورونه د بېړیو د پلورلو لپاره پر انټرنټ خپاره شوي وو. فرانسوۍ ورځپاڼه ۲۰ مینیوت د یوې سرچینې له قوله وایي چې پر دغه کس د قاچاق شک شته. نوموړي پولیسو ته ویلي چې د سمندري ژغورنې ټولنې څخه یې بېړۍ غلا کړې څو پر هغو مهاجرو یې وپلوري چې برتانیا ته تلل غواړي.

یوه بله بېړۍ د بریتانیا په دوور ساحل کې وموندل شوه چې کډوال پکې سپاره ول. ټاکل شوې چې دغه بېړۍ بېرته د ژغورنې ملي ټولنې ته وسپارل شي.

د عاجلو روغتیایي وسایلو غلا

خو  د تدابیرو سربېره لا هم د سمندري ژغورنې ټولنې په هنګر کې د غلا پېښې رامنځ ته کېږي. فرانسوۍ ورځپاڼې لا ووا دو نورد د یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د اپریل پر ۲۸مه د شپې له خوا د  ژغورنې عملیاتو لپاره ټول ضروري وسایل غلا شوي: یوه بېړۍ، د ژغورنې ۵ تختې، د ژغورنې دوه خلطې، د اکسیجن بوتلونه، د بېړنیو روغتیایي حالاتو وسایل، او  ۱۴ ټاکي واکي.

یاده ټولنه وایي چې دا به د ژغورنې پر عملیاتو ناوړه اغېز ولري. ځکه هغه ژغورونکي چې ټاکل شوې وه د جولای او اګست په میاشتو د وا ساحل، ویسان او ستروان، ویمرو، بولونی – سور – مېر او اکویئن کې د ژغورنې عملیات ترسره کړي دغو وسایلو ته اړتیا درلوده.

فرانسوۍ ورځپاڼه ۲۰ مینیوت د دغې ټولنې د سیمه ییز استازي سرې کارلو له قوله وایي: «موږ اوس هېڅ وسایل نه لرو. ټول یې غلا کړي. خو دردوونکې خبره دا ده چې دوی د ژغورنې وسایل غلا کړي او موږ په راتلونکي اوړي کې ځوان ژغورونکي نه شو روزلي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: مانش کانال کې په لسګونو کډوال نیول شوي

د ملي سمندري ژغورنې ټولنه سمندر او سواحلو کې د خلکو د ژغورنې دنده لري. په ۲۰۱۹ کې د یادې ټولنې ژغورونکو پا – دو – کلې سیمه کې د مهاجرو په ګډون ۲۸۶ کسان ژغورلي وو.

 

نورې ليکنې