ځایي اوسېدونکو د مهاجرو مخه نیولي. کرېډېټ: رویترز
ځایي اوسېدونکو د مهاجرو مخه نیولي. کرېډېټ: رویترز

یوناني چارواکو پرون چهارشنبه وویل چې د دې هیواد په شمالي پیلا سیمه کې ځایي اوسېدونکو له لېسبوس ټاپو څخه د انتقال شویو کډوالو مخه نیولې او یو هوټل ته یې هم اور اچولی دی. ټاکل شوې وه چې یاد کډوال په دغه هوټل کې ځای پر ځای شي.

پولیسو ویلي چې نږدې ۱۵۰ مظاهره کوونکو د هغو سرویسونو مخه ونیوله چې مرکزي یونان ته له لېسبوس ټاپو څخه انتقال شوي ۵۷ کسان پکې سپاره ول. ټاکل شوې وه چې یاد مهاجر د پیلا سیمې په یو هوټل کې ځای پر ځای شي. مظاهره کوونکي دغه راز د یاد هوټل یوې کوټې ته اور اچولی دی.

پېښه کې څوک ټپی شوی نه دی. پولیسو د پېښې په تړاو څوک نه دی نیولی.

دا په داسې حال کې ده چې د یونان ټول اوسېدونکي اړ دي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له یو بل سره واټن ونیسي. همدارنګه تر ۱۰ ډېر کسان اجازه نه لري چې په یو ځای کې راټول شي.

یوناني چارواکو زیاته کړې چې غوښتل یې یاد مهاجر د پیلا سیمې یو بل هوټل ته انتقال کړي. خو مظاهره کوونکو پر یاده لاره هم خنډونه جوړ کړل.

نوموړي مهاجر بالاخره د تسالونیکا ښار یو هوټل ته انتقال شوي دي.  

بل پلو  پرون چهارشنبه د یونان په شمالي کیلیس سیمه کې هم په یو هوټل کې مظاهرې وشوې. ټاکل شوې وه چې یاد هوټل ته هم له لېسبوس ټاپو څخه ۲۵۰ پناه غوښتونکي ځای پر ځای شي.

خو چارواکو ویلي چې دغه تظاهرات ژر پای ته رسېدلي او مهاجر هوټل کې ځای پر ځای شوي دي.

تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې غواړي د دغه هیواد په ۵ ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر کم کړي. یادو کمپونو کې په لسهاوو زرو کسان په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د بندیزونو له کبله له ترکیې څخه ټاپوګانو ته نوي رسېدلي کډوال کمپونو ته د ننوتلو اجازه نه لري. تر اوسه یادو ټاپوګانو کې د کورونا ویروس کومه مثبه پېښه ثبت شوې نه ده. خو د یونان په مرکزي سیمو کې دوه کمپونه د  کورونا د مثبتو پېښو له امله قرنطین شوي دي.

لا هم مهاجر یونان ته د ورتګ لپاره هڅه کوي

د کورونا ویروس ناروغۍ سربېره لا هم مهاجر هڅه کوي چې له ترکي سواحلو څخه ځانونه یونان ته ورسوي. د ځایي رسنیو په حواله پرون چهارشنبه د اپریل لومړۍ نېټه نږدې ۵۰ سړي، ښځې، او ماشومان د یونان لېسبوس ټاپو ته رسېدلي دي. دغه کسان افغانان او افریقایان دي.

ځایي رسنیو زیاته کړې چې د یادو مهاجرو بېړۍ د ټاپو په شمال لوېدیځې کالو لیماني سیمې ته لنګر اچولی چې د مهاجرو د ښکته کېدو د اصلي ځای څخه لرې ده.

یاد مهاجر د کورونا ویروس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوي دي.

 

نورې ليکنې