آرشيف انځور
آرشيف انځور

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ مياشتي راهيسي د لومړي ځل له پاره د هغو مهاجرو شمېر کم سوی دی چي د يونان ټاپوګانو ته رسيږي.

د ملګرو ملتونو د UNHCR سازمان څخه فيليپ لېکلرک د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۶مه) و يو آنلاين خبري کانفرانس ته وويل چي په آژه سمندر کي و پنځو يوناني ټاپوګانو ته د اپريل په مياشت کي ۳۸۲۰۰ نوي مهاجر رسېدلي. دا په داسي حال کي چي په فبرورۍ کي ۴۲۰۰۰ مهاجر دغو ټاپوګانو ته رسېدلي ول.

 د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د ياد سازمان له خوا ويل سوي چي و يوناني ټاپوګانو ته نسبتا د لږو مهاجرو د رسېدو يوه وجه دا ده چي له ترکيې څخه کم مهاجر حرکت کوي ځکه چي په دغه هيواد کي د کرونا له کبله سخت سفري محدوديتونه لګول سوي دي. د دې تر څنګ يونان د ترکيې سره پر خپله پوله ګزمې سختي کړي دي. د دې تر څنګ د يونان له ټاپوګانو څخه هغه کډوال چي د کرونا له کبله د ګواښ سره مخامخ ول، د يونان وچې برخي ته لېږدول سوي دي.

 خو د هغه باوجوده اوس هم په زرګونو مهاجر په خورا فاجعه وي شرایطو کي د يونان په ټاپوګانو کي په مهاجر کمپونو کي ژوند کوي. لیکلرک له همدې امله د یونان له حکومت څخه وغوښتل چي ژر ترژره پاته مهاجر هم له ټاپوګانو څخه و اصلي وچي ته ورسوي. د هغه په وينا وویل چې مهاجرو ته باید د ژوند کولو فرصت ورکړل سي چي تعلیم ته لاسرسی ولري او په ټولنه کې یوځای سي.

 د ملګرو ملتونو دغه چارواکي پر ​​یوناني وګړو هم غږ وکړ چې مهاجر ومني. هغه زياته کړه: «دوی د تبعیض د قرباني کیدو وړ ندي.» د هغه په وينا خلک باید په دوی اعتماد وکړي او «د ګاونډیو په څیر چلند ورسره وکړي ، ځکه چي موږ ټول د يوې کښتۍ سپرلي يو

 خو له يوناني ټاپوګانو څخه و اصلي وچې ته د مهاجرو لېږد د ځايي يونانيانو د احتجاج سره مخامخ سوی دی. د دوشنبې په ورځ ، په شمالي یونان کې لسګونو کلیوالو په یوه هوټل کې د ۶۰ پناه غوښتونکو له ننوتلو  مخه ونيوله. چارواکي اړ سول چي مهاجر د دغه هوټل پر ځای د تیسالونیکي سره نږدې بل هوټل ته بوځي.

 

نورې ليکنې