ایتا ماري سمندر کې درول شوې. کرېډېټ: مدیترانیو
ایتا ماري سمندر کې درول شوې. کرېډېټ: مدیترانیو

ایټالوي چارواکو مدیترانه کې د مهاجرو ژغورونکې کښتۍ ایتا ماري او الان کردي درولې دي. د دغو دواړو کښتیو مسولین د ایټالیا دا پرېکړه غیرعادلانه بولي او وایي چې اوسمهال مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې لپاره کومه کښتۍ نه ده پاتې.

اسپانوي سازمان مدیترانیو نن پنجشنبه په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ایټالوي چارواکو د «تخنیکي ستونزو» له کبله ایتا ماري درولې ده.

دا په داسې حال کې چې د سه شنبې په ورځ (د مې ۵مه) د سیسیل په پالرمو بندر کې د الماني سازمان کښتۍ الان کردي هم د ایټالوي چارواکو له خوا درول شوې وه.

د ایټالیا ساحلي ځواکونو ویلي چې الان کردي «تخنیکي او عملیاتي ستونزې» لري او دا به نه یوازې د کښتۍ د کارکوونکو بلکې د ژغورل شویو کسانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.

سازمانونه دا پرېکړه غیرعادنه بولي

د دغو دواړو کښتیو چارواکي وایي چې د ایټالوي چارواکو تصمیم عادلانه نه دی. د الان کردي مسول سازمان سي ای په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده کښتۍ پسرلي کې تخنیکي چک شوی دی او تخنیکي ستونزې یې هم هوارې شوې دي. د سي ای په حواله ایټالوي چارواکي یو ځل بیا مدیترانه کې د ژغورونکو د فعالیت مخه نیسي.

بل پلو مدیترانیو وایي چې د اسپانیا له خوا ورکړل شوي سرتېفېکېتونه قانوني دي.

په همدې حال کې سي واچ سازمان، چې اوس یې کښتۍ سیسیل بندر کې لنګر اچولی، ویلي چې د خلکو خوندیتوب د ایټالیا ساحلي ګارد ته اهمیت نه لري، ځکه چې که داسې وی نو اوس باید د هغوی کښتۍ سمندر کې وای.

ایټا ماري او الان کردي یوازنۍ کښتۍ دي چې د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې فعالیتونه ترسره کوي. نورې ژغورونکې کښتۍ له څو اونیو راهیسې د رضاکارانو د نشتوالي او یا د تخنیکي دلایلو له کبله په بندرونو کې بند پاتې دي.

کورونا ویروس او اغېز یې

تېره مارچ میاشت د ایټالیا او مالتا د بندرونو د تړل کېدو وروسته له مدیترانې څخه د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کېدو پروسه نور هم پیچلې شوه.

ایټالیا ماري د اپریل پر ۱۳مه د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کړل.

دغه کسان ایټالوۍ کښتۍ روباتینو ته انتقال شول چې د الان کردي له خوا ژغورل شوي ۱۴۶ کسان پکې سپاره ول.

روباتینو د مې پر ۴مه ایټالیا کې لنګر واچاوه خو تر اوسه یاده کښتۍ کې د سپرو مهاجرو برخلیک نامعلوم دي. چارواکي د کورونا ویروس له کبله نور هېڅوک ته اجازه نه ورکوي چې ایټالیا کې ښکته شي. 

ټاکل شوې چې دغه مهاجر پر نورو اروپایي هیوادونو ووېشل شي، خو د یادو مهاجرو په تړاو تر اوسه پورې د اروپایي هیوادونو ترمنځ کومه موافقه نه ده شوې.  
 

 

نورې ليکنې