له ارشیف څخه: افغان مهاجر ایران کې د کورونا د خپرېدو له کبله افغانستان ته د ستنېدو په حال. کرېډېټ: picture-alliance/AP Photo/H. Sarfarazi
له ارشیف څخه: افغان مهاجر ایران کې د کورونا د خپرېدو له کبله افغانستان ته د ستنېدو په حال. کرېډېټ: picture-alliance/AP Photo/H. Sarfarazi

پرون یکشنبه د افغانستان دولت پلاوي د ایراني پوله ساتونکو له خوا د افغان مهاجرو د وژنې په هکله د خپلې پلټنې لومړنۍ پایله اعلان کړه او ویې ویل چې تر دې دمه ۱۵ تنه د ایران پر پوله لادرکه دي.

د رپوټونو په حواله د یاد پلاوي مشر محمد حمید طهماسبي هرات ولایت کې په خبري ناسته کې وویل، لومړنۍ پلټنې یې ښيي چې ایران ته د ننوتونکو مهاجر شمېر ۴۶ تنه وو.

نوموړي زیاته کړې چې له دې ډلې څخه ۱۰ تنه یې مړه شوي او ۱۹ تنه نور ژوندي دي. د نوموړي په حواله تر اوسه ۱۵ کسان لادرکه دي، خو دوه تنه پرون وموندل شول.

د ښاغلي طماسبي په خبره د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي او راتلونکې اونۍ به بشپړې شي.

بل پلو د هرات والي عبدالوحید قتالي د یوې تخنیکي ډلې څه دهنه ذوالفقار سیمې ته تللی او د پېښو له قربانیانو سره یې لیدنه کړې ده. نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل چې د خپل سفر جزیات به له مرکزي پلاوي سره شریکوي او د پلټنو پایله به په ملي کچه د مرکزي دولت له خوا اعلان شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ لس کسیز پلاوی د ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د وژنې پلټلو لپاره ګومارلی و.

یاده ډله کې د کورنیو او بهرنیو چارو، د دفاع او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونه، د ملي امنیت عمومی ریاست، د هرات ولایت، د هرات ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو استازي ګډون لري.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه د ایران په پوله کې پېښه «جنایت» بللی.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزات سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پېښې افغانان غمجن کړي. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي.

د یادولو ده چې پرون یکشنبه د کابل ځینو اوسېدونکو د ایران سفارت مخ ته راټول شول او د افغانستان او د نړیوال بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې پېښه په جدي توګه وڅېړي.

 

نورې ليکنې