۲۰۲۰ جنوري: یوه ښځه او ماشوم یې د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې. کرېډېټ: اي پي اې، دیمیتریس توسیدیس
۲۰۲۰ جنوري: یوه ښځه او ماشوم یې د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې. کرېډېټ: اي پي اې، دیمیتریس توسیدیس

یونان چارواکو ویلي چې د روانې مې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز تمدیدوي. ټاکل شوې وه چې یاد بندیزونه د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې چارې ادارې پرون یکشنبه د مې میاشتې ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل: «د کورونا ویروس له کبله ګرځبندیز د یونان مهاجرو په کمپونو او د هرکلي په مرکزونو کې د مې تر ۲۱مې تمدیدېږي.»

یاد وزارت د ګرځبندیز د تمدیدولو لامل نه دی څرګند کړی.  

تېره مارچ میاشت د یونان حکومت د کورونا ویروس پر وړاندې بندیزونه ولګول. خو چارواکو د تېرې اونۍ له پیله یاد ګرځبندیز نرم کړ.

یونان کې تر اوسه د کورونا ویروس ۲۷۱۰ پېښې ثبت شوې او ۱۵۱ تنه د دې ویروسه مړه شوي دي.

یوناني اوسېدونکي اوس د اجازه نامې پرته له کوره وتلی شي. دغه راز سر له دوشنبې ځینې دوکانونه هم پرانیستل کېږي او ځینې زده کوونکي بېرته ښوونځي ته تللی شي.

د چارواکو په حواله تر دې دمه د یوناني ټاپوګانو د مهاجرو په کمپونو کې د کورونا ویروس مثبته پېښه نه ده لیدل شوې. خو د یونان په مرکزي سیمه کې دوه کمپونه او د پناه غوښتونکو یو هوټل د کورونا ویروس د پېښو تر ثبت کېدو وروسته له اپریل راهیسې قرنطین شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله یونان کې ټولټال ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي ژوند کوي. د یادې ادارې د شمېرو له مخې د اپریل په میاشت کې یوناني ټاپوګانو ۳۸۲۹۱ مهاجر ژوند کاوه، په داسې حال کې چې تېره فبروري ۴۲۰۵۲ کسان په دغو کمپونو کې ایسار پاتې ول.

ټاکل شوې وه چې پرون یکشنبه ۱۳۷ پناه غوښتونکي له لېسبوس ټاپو څخه د یونان مرکزي سیمو ته انتقال شي. تر دې دمخه د یونان حکومت ویلي وو چې کمپونو کې د مهاجرو د شمېر د کمولو لپاره ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي مرکزي یونان ته انتقالوي.

بل پلو د بشري حقونو بنسټونه وایي چې د کورونا ویروس خطر په پام کې نیولو سره د حکومت دا اقدام کافي نه دی. دوی دغه راز وایي چې د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شويو تدابیرو له امله د پناه غوښتونکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

 

نورې ليکنې