کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سندر ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سندر ټویټر پاڼه

د کورونا ویروس ناروغۍ او د سمندري سفر د ګواښونو سربېره لا هم مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. د رپوټونو په حواله د برتانیا او فرانسې سمندري ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې مانش کانال کې ۲۷۰ کسان ژغورلي دي.

د فرانسې د سمندري ځواکونو په حواله پرون یکشنبه د مې میاشتې ۱۰مه فرانسوي چارواکو د بولونی – سور – مېر په ساحلي اوبو کې ۱۰ مهاجر ژغورلي دي. د دغو مهاجرو کښتۍ سمندر کې له کاره لوېدلې وه.

د کورموران په نامه د ملي سمندري ځواکونو ګزمه کوونکې بېړۍ یاد کسان د بولونی – سور – مېر بندر ته انتقال کړي او سرحدي پولیسو ته یې سپارلي دي.

۱۶ تنه نور په اوا ساحل کې

د یو بل خبر له مخې د شنبې په شپه فرانسوي ځواکونو د پا – دو – کلې د اوا ساحل کې د یو ماشوم په ګډون ‍۱۶ مهاجر ژغورلي دي.

د رپوټونو په حواله چارواکو د شپې په ۳ نیمو بجو د کډوالو د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترسره کړه چې سمندر کې له ستونزو سره مخ شوې وه.

یادو مهاجرو دغه راز چارواکو ته د خپل وضعیت په اړه خبر ورکړی و.

دغو کډوالو کې یو ماشوم او ۵ ښځې هم وې. د هغوی روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی. ژغورونکو دوی د فرانسې سرحدي پولیسو ته سپارلي دي.

برتانوي چارواکو ۲۴۴ مهاجر نیولي

بل پلو ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د برتانیا ساحلي ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې مانش کانال کې تر ۲۴۴ مهاجر نیولي دي. دغه کسان د برتانیا سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. 

ګارډین زیاته کړې چې برتانوي چارواکو د یکشنبې په ورځ د کډوالو یوه بېړۍ نیولې چې ۱۷ کسان پکې سپاره ول. دوی د شنبې په ورځ مانش کانال کې ۸۲ تنه نور کسان نیولي ول. 

بل لور ته د برتانیا د کورنیو چارو ادارې ویلي چې تېره جمعه مانش کانال کې ۱۴۵ کسان نیول شوي او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. 

په همدې حال کې د کېر فور کالې خیریه سازمان بنسټګرې کلېر موسلي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد مهاجر د فرانسې په کمپونو کې د خرابو شرایطو له کبله دغه سخت او خطرناک سفر ته مخ کوي.

نوموړې زیاته کړې چې دوی له ډاروونکو حالاتو څخه تښتېدلي او برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي «ځکه چې غواړي په امن کې وي.»

 

نورې ليکنې