برتانیا ته انتقال شوي مهاجر. کرېډېټ: رویترز
برتانیا ته انتقال شوي مهاجر. کرېډېټ: رویترز

نن دوشنبه د یونان پلازمېنې اټن څخه ۶۰ زیان منونکي پناه غوښتونکي، چې په ډله کې یې ۱۶ کم سنه کسان هم دي، برتانیا کې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو په موخه دغه هیواد ته انتقال شول.

د برتانوي ورځپاڼې ګارډین په حواله د دغو کسانو انتقالول د یادو مهاجرو د کورنیو، د سف پسېج په نامه یوې کمپایني ډلې او د برتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند استازي الف دابز د هڅو په پایله کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له مارچ میاشتې راهیسې د کورونا ویروس له کبله په اکثرو اروپایي هیوادونو کې له کورنیو سره د یو ځای کېدو پروسه ځنډول شوې ده.

د یادو مهاجرو په ډله کې داسې کسان هم دي چې له میاشتو راهیسې د یوناني ټاپوګانو په ډکو کمپونو کې په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه.

سوریایی کډوال احمد چې اوس د برتانیا په شمالي سیمه کې اوسېږي ګاډین ته ویلي چې په میاشتو میاشتو یې د شپې له خوا کار کړی ترڅو خپل ورور وحید برتانیا ته ور وغواړي.

ټاکل شوې وه چې وحید تېره مارچ میاشت له ساموس ټاپو څخه برتانیا ته انتقال شي، خو د کورونا ویروس له کبله یې الوتنه وځنډول شوه.

د دغو مهاجرو په ډله کې د سوریې، سومالیا او افغانستان اوسېدونکي دي.

سېف پسېج ګارډین ته ویلي چې د یادو مهاجرو په ډله کې ځینې داسې کسان هم شته چې له څو میاشتو او ان کلونو راهیسې په یونان کې اوسېږي او ډېری یې له روغتیایي ستونزې سره مخ شوې دي.

دوی په داسې یوه الوتکه کې برتانیا ته لېږدول کېږي چې دغه هیواد کې بند پاتې یونانیان یونان ته انتقالوي.

بل پلو د یونان د بې سرپرسته مهاجرو د ساتنې ځانګړې منشۍ ایریني اګاپیداکي ګارډین ته ویلي چې د یونان لومړی وزیر او د کډوالو چارو وزارت د برتانیا له کورنیو چارو ادارې او د برتانیا د پارلمان استازي لارد دابز په همغږۍ سره د دغو مهاجرو د انتقالولو زمینه برابره کړې.

په همدې حال کې ګارډین د لاد دابز له قوله وایي چې دا یوه بریا ده، خو برتانیا یونان کې د بندو پاتو ماشومانو لپاره نور اقدامات هم کولی شي.

د نوموړي په حواله: «دا یوازې د کار پیل دی. ځکه چې نور ماشومان هم غواړي چې له کورنیو سره د یو ځای کېدو د دوبلین ۳ مقرراتو له مخې برتانیا ته راشي. خو یوناني کمپونو کې داسې ماشومان هم دي چې ښایي [برتانیا کې] کورنۍ ونه لري. دوی هم مرستې ته اړتیا لري او باید امن ځایونه ومومي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اپریل میاشت جرمني او لوکرامبورګ له یونان څخه ۴۹ او ۱۲ بې سرپرسته مهاجر ومنل، خو سازمانونو د برتانیا پر کورنیو چارو ادارې تنقیدونه وکړل چې دغو هڅو کې یې ونډه نه ده اخیستلې.

 

نورې ليکنې