افغان کډوال د هرات په اسلام قلعه بندر کې. کرېډېټ: دویچه ویله شعیب تنها شکران
افغان کډوال د هرات په اسلام قلعه بندر کې. کرېډېټ: دویچه ویله شعیب تنها شکران

پرون دوشنبه د مۍ میاشتې ۱۱مه د افغانستان په هرات ولایت کې په لسګونو مدني فعالانو د ایراني پوله ساتونکو له خوا سیند ته د افغان کډوالو د غورځولو د ادعا پر وړاندې مظاهرې وکړې. بل پلو د افغانستان د پارلمان استازو د ایران مذهبي مشر او ولسمشر ته د یوه پرانیستی لیک په استولو سره غوښتي چې دوی باید بښنه وغواړي.

مظاهره کوونکو چې هرات کې د ایران قنسولګرۍ مخ ته راټول شوي وو د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان څخه وغوښتل چې د پېښې په تړاو پلټنه وکړي او عاملان یې مجازات وکړي.

بل پلو د افغانستان پارلمان ۱۲۰ استازو په یوه پرانیستی لیک کې د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ای او د ایران  ولسمشر حسن روحاني څخه څخه غوښتي دي چې بښنه دې وغواړي. د بي بي سي د یو رپوټ پر بنسټ یاد لیک کې دا هم راغلي چې چارواکي «باید د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي او [د پېښې] عاملانو ته هم سزا ورکړي.»

بي بي سي د یاد لیک د لاسلیک کوونکو له قوله ویلي چې دوی دغه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته استولی دی.

افغان پلاوي وایي پلټنې روانې دي

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه د افغانستان دولت پلاوي د ایراني پوله ساتونکو له خوا د افغان مهاجرو د وژنې په هکله د خپلې پلټنې لومړنۍ پایله اعلان کړه او ویې ویل چې تر دې دمه ۱۵ تنه د ایران پر پوله لادرکه دي.

د یاد پلاوي مشر محمد حمید طهماسبي هرات ولایت کې په خبري ناسته کې وویل، لومړنۍ پلټنې یې ښيي چې ایران ته د ننوتونکو مهاجر شمېر ۴۶ تنه وو.

نوموړي زیاته کړې چې له دې ډلې څخه ۱۰ تنه یې مړه شوي او ۱۹ تنه نور ژوندي دي. د نوموړي په حواله تر اوسه ۱۵ کسان لادرکه دي، خو دوه تنه پرون وموندل شول.

د ښاغلي طماسبي په خبره د پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي او راتلونکې اونۍ به بشپړې شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: «د ایران پوله ساتونکو موږ هریرود ته واچولو» 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یاده ادعا ردوي

بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په یاده نېټه نوموړې سیمه کې «کومه داسې پېښه نه ده رامنځ ته شوې ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي ویلي چې کمپونو ته د افغانانو د انتقالولو او همدارنګه له هغوی سره د ناوړه چلند په تړاو یې کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړې چې په یاده نېټه د هوا حالاتو د ځانګړو شرایطو له کبله «ایران ته د افغانانو د ننوتلو» کوم مورد نه دی ثبت شوی.

 

نورې ليکنې