له ارشیف څخه: د سن مارن سیمې د پولیسو قومنداني. کرېډېټ: ګوګل استریت
له ارشیف څخه: د سن مارن سیمې د پولیسو قومنداني. کرېډېټ: ګوګل استریت

تر دوو میاشتو قرنطین وروسته فرانسه کې په ګرځبندیز کې نرمښت راغلی. خو اوس کومې څانګې بېرته خپل فعالیتونه پیلولی شي؟ ایا ګرځبندیز بیخي پای ته رسېدلی؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.

 ګرځبندیز کې د نرمښت له امله ورځنی ژوند فرانسه کې د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره بیا پیل شوی دی.

عامه ترانسپورټ

 - د نويو مقرراتو پر بنسټ د مۍ د ۱۱مې وروسته خلک کولی شي چې له اجازه نامې پرته له خپلو کورونو څخه ووځي. خو دوی حق لري چې یوازې هغو سیمو کې کې تګ راتګ  وکړي چې د کورونو څخه یې له ۱۰۰ کیلومټره لږه فاصله لري. که نه دوی باید داسې اجازه نامې ولري چې پکې کاري او یا کورني دلایل درج شوي دي. د تلاښۍ په صورت کې د فرانسې اوسېدونکي باید خپلې پېژندپاڼې او خپل د اوسېدو ځای سند وښیی که نه ۱۳۵ یورو جرمانه پرې لګول کېږي.

- عامه ترانسپورټ کې – مټرو، سرویس او ترن – خلک باید ماسکونه ولري. د مټرو او سرویس په تمځي کې دوی باید له یو بل سره یو متر واټن ونیسي. په مټروګانو او سرویسونو کې په یوه دوه کسیزه چوکۍ کې یوازې یو کس کیناستلی شي.

- ایل دو فرانس او پاریس کې د ورځې له ۶ تر ۹ نیمو او د مازدیګر له ۴ نیمو تر ۷ پورې خلک په عامه ترانسپورټ کې باید د کار تصدیق ولري.

بایسکېل او یا موټر

د ښاروالۍ مسولینو ویلي چې غواړي خلک په بایسکېلونو تګ راتګ وکړي. د همدې وجه د بایسکېلونو لپاره نوې لارې جوړې شوې دي.

په یوه موټر کې د زیاتو کسانو سفر کول منع دي. د موټروان پرته یوازې یو کس حق لري چې موتر کې سپور شي. خو هغه باید د موټر په شا کیني او ماسک ولري.

 ښوونځي او وړکتونونه

د مۍ په ۱۲مې وړکتونونه او ابتدايي ښوونځي پرانیستل کېږي خو هلته هم باید روغتیایي تدابیر په پام کې ونیول شي. ټاکل شوې چې نږدې ۱،۵ میلیونه زده کوونکي بېرته ښوونځي ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې فرانسه کې د ابتدایي ښوونځیو د زده کوونکو شمېر ۶،۷ میلیونه کسانو ته رسېږي.

اوس ایل دو فرانس، او دو فرانس، ګراند است او بورګونی فرانتش کوتنه او ۳۲ نور ډیپارتمنتونه د سرو سیمو په توګه پېژندل کېږي. مانا یې دا چې دغو سیمو کې د ویروس د خپرېدو کچه لوړه ده.

دوکانونه او کتاب پلورنځي

دوکانونه، کتاب پلورنځي او کوچني موزیمونه هم د روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره پرانیستل کېږي. خو رستورانونه، لوی تجارتي مرکزونه، سینماګانې او تیاترونه تړلي دي.

عبادت ځایونه هم پرانیستل کېږي خو خلک د مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه نه لري.

یوازې مرکه لرونکي د پولیسو اداري دفترونو ته مراجعه کولی شي

د مۍ میاشتې په ۵مه د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي اعلان وکړ چې ایل دو فرانس کې د زیان منونکو کسانو د پناه غوښتنو دوسیو د راجسټرولو پروسه پیلوي.

اوس اوفپرا هم پناه غوښتونکو ته د لیکونو په استولو د مرکې وخت ورکوي.

یوازې هغه کسان چې د اقامې لپاره له پولیسو سره د مرکې وخت لري د پولیسو قومندانیو ته مراجعه کولی شي.

وړیا شمېره

یوه وړیا شمېر د قرنطین او یا د ګرځبندیز په اړه تاسو ته معلومات درکوي. دغه شمېره هره ورځ او په ۲۴ ساعته توګه فعاله ده:

۰۸۰۰۱۳۰۰۰۰

 

نورې ليکنې