یوناني پولیس د کراندیدي سیمې یو هوټل مخ ته. کرېډېټ: رویترز
یوناني پولیس د کراندیدي سیمې یو هوټل مخ ته. کرېډېټ: رویترز

تېره اونۍ له لېسبوس ټاپو څخه د یونان شمالي کلي ارنیسا یو هوټل ته د۵۷ کډوالو د انتقالولو د خبر تر خپرېدو وروسته ځایي اوسېدونکو د دغه پلان پر وړاندې غبرګون وښود و یاد هوټل ته یې اور واچاوه. چارواکو یاد کډوال تسالونیکا ته انتقال کړل.

د عیني شاهدانو په حواله د مۍ میاشتې پر ۵مې نېټې  نږدې ۲۵۰ کسانو هغه ته اور واچاوه او چور او چپاول یې وکړ چې ټاکل شوې وه له لېسبوس ټاپو څخه انتقال شوي ۵۷ مهاجر پکې ځای پر ځای شي.

یوې مېرمنې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «[پېښه] ډېره ډاروونکې وه. دوی ډبرې واچولې، اور یې بل کړ او هوټل یې چور او چپاول وکړ.»

نوموړې زیاته کړې چې پلار یې بوډا سړی دی او دغه هوټل ته نږدې ژوند کوي.

تر پېښې وروسته یوناني چارواکو غوښتل چې یاد مهاجر د پیلا سیمې یو بل هوټل ته انتقال کړي. خو مظاهره کوونکو پر یاده لاره هم خنډونه جوړ کړي ول.

نوموړي مهاجر بالاخره د تسالونیکا ښار یو هوټل ته انتقال شول.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې یو چارواکي چې له یوناني چارواکو سره د کډوالو د انتقالولو دنده درلوده د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د یادو مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه دی او اوس په قرنطین کې دي.

تر دې دمخه یوناني چارواکو ویلي وو چې ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر د کمولو لپاره غواړي تر ۲۰۰۰ ډېر مهاجر د یونان مرکزي سیمو ته انتقال کړي.

خو ډېری یونانيان خپلو ښارونو کې د کډوالو د شتوالي پر وړاندې مخالفت ښیي.

«غلط معلومات»

 د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس پرون دوشنبه وویل چې یاده پېښه د «غلطو معلوماتو» له امله رامنځ ته  شوې وه. نوموړي زیاته کړه چې ځایي اوسېدونکي داسې ګومان کوي چې ښایي کډوال د کورونا ویروس د خپرېدو لامل وي، خو دا غلطه خبره ده.

ښاغلي پېتساس رسنیو ته ویلي چې خلک د غلطو معلوماتو پر بنسټ مخالفت ښيی. د ده په حواله: «ټول خلک نه پوهېږي چې موږ د روغتیایي کړکېچ له پیله راهیسې ځانګړي تدابیر نیولي.»

پولیسو د یادې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي، خو تر دې دمه څوک نیول شوی نه دی.

د پېښې په ترڅ کې د هوټل کړکۍ ماتې شوې، موبل او فرنیچر یې ویجاړ شوي او دغه راز د هوټل په کوټو کې ډبرې اچول شوې دي.

بل پلو ځینو اوسېدونکو ټینګار کړی چې دوی د کډوالو هرکلی نه کوي.  دکلي یو اوسېدونکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دلته کومه پېښه رامنځ ته شوې نه ده. کډوال مو شا ته وتمبول او بس.»

 

نورې ليکنې